په فراه ولایت کې ٨ پولیس وژل شوي دي

په فراه کې ٨ پولیس وژل شوي دي

ځنیو رسنیو د ١٣ تنو افغان پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړی دی، خو د فراه د والي ویاند وایي اته پولیس وژل شوي

د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي قواو پر پوستو باندې په برید کې اته پولیس وژل شوي دي.

د فراه ولایت د والي ویاند محمد ناصر مهري ویلي چې دغه پیښه تیره شپه د بکواه په ولسوالۍ کې په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې وسله والو طالبانو د افغان سرتیرو پر امنیتي پوستو باندې ډله ییز برید وکړ.

ښاغلي مهري وویل چې په دې جگړه کې طالبانو ته هم زیان رسیدلی دی خو د هغوی د تلفاتو دقیقې شمیرې نشته.

له بلې لورې د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ویلي دي چې د تیرې شپې په جگړه کې ١٣ پولیس وژل شوي دي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

ځنیو رسنیو هم د ١٣ تنو افغان پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړی دی، خو د فراه د والي ویاند ښاغلي مهري دغه شمیره ردوي او وایي چې یواځې اته پولیس وژل شوي دي.

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي دا هم وایي چې ددې نښتې وروسته طالبان له سیمې ووتل او اوس دا ځای د افغان ځواکونو په کنترول کې دی.

له بلې خوا د اسوشیتید پرس اژانس وایي د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د حملې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې طالبانو پر امنیتي کاروان باندې په حملې کې یو شمیر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *