په وردګو کې د اردو د ضربتې قطعې ۵ سرتېريو مړي پیدا شوي

په وردګو کې د اردو د ضربتې قطعې ۵ سرتېريو مړي پیدا شوي

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، چې د دې ولایت د سید اباد ولسوالۍ په ابترو سیمه کې د غزني ولایت د ملي اردو د ضربتي قطعې اړوند د ۵ وژل شویو سرتېرو مړه جسدونه موندل شوي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل په مرکه کې وویل، دوه ورځې مخکې د ملي اردو د ضربتې قطعې ۵ سرتېري په یو ټیکسي موټر کې له کابله غزني ته تلل، چې وسله والو طالبانو د کابل ـ غزني  لویې   لارې په اوږدو د سید اباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې نیولي وو.

منګل وايي، چې د وژل شویو امنیتي سرتېرو جسدونه د سالارو په ابتر نومې ناامنه سیمه کې پیدا شوي دي.

د میدان وردګو امنیتي مسوولینو د وژل شویو سرتېرو په اړه معلومات ورنه کړل، خو د والي ویاند زیاتوي، چې دغو سرتېرو له اجازې پرته په شخصي موټر کې له کابله غزني ولایت ته د تللو هوډ کړی وو.

د پېښې څېړلو له پاره د میدان وردګو د والي په مشرۍ پلاوی ټاکل شوی تر څو معلومه کړي، چې وژل شوي سرتېري څه ډول او چا له لوري وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د پېښې مسوولیت منلي او ویلي دي، چې وژل شوي د غزني ولایت د ملي اردو اړوند کومانډویان وو.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *