طالبانو په لوګر کې له ولسي خلکو په میلیونونه افغانۍ عشر ټول کړی
طالبانو په لوګر کې له ولسي خلکو په میلیونونه افغانۍ عشر ټول کړی
د لوګر ولایت د ځینو سیمو اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې طالبانو سږ کال د دغه ولایت له کروندګرو، سوداګرو او هټيوالو لسګونه میلیونه افغانۍ عشر ټول کړی دی.
د مرکز پل علم، محمداغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو یو شمېر کروندګرو وویل، چې د درمند په وخت کې طالبان کور پر کور ګرځېدل او له خلکو یې عشر راټولاوه.
په دې اړه د خروار ولسوالۍ یو کروندګر عبدالباقي وايي، چې د لوګر ولایت مرکز پل علم په ګډون په یو شمېر ناامنه ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د سوداګرو او کروندګرو له محصولاتو او ګټې عشر ټول کړی دی.
دی وايي، طالبان هر کال د مېوو او نورو حاصلاتو پر مهال عشر ټولوي.
د دغه کروندګر د مالوماتو له مخې، طالبان له کروندګرو د حاصلاتو لسمه برخه د عشر په نوم اخلي او که څوک ترې سرغړونه وکړي، سزا ورکول کېږي.
د خروار ولسوالۍ یو بل کروندګر ریدي ګل هم وايي، چې د درمندونو په وخت کې طالبان د خلکو د حاصلاتو لسمه برخه د عشر په نوم ټولوي.
د لوګر د بره کي برک یو تن اوسېدونکی جاوید وویل، د طالبانو له خوا د عشر ټولول ګروندګر زیانموي او حکومت باید د دې کار مخنیوی وکړي.
دی وايي، سږ کال هم طالبانو ډېر زیات عشر راټول کړ.
بل لور ته د لوګر د ولايتي شورا رییس سید قریب الله سادات وايي، چې سږ کال طالبانو د تېرو کلونو په پرتله د عشر پر را ټولولو ډېر فشار اچولی او توانېدلي چې په ځینو سیمو کې له خلکو عشر واخلي.