د نړۍ يو شمير مشرانو او مخورو ډونالډ ترامپ ته د مبارکي پيغامونه استولي دي
د ډونالډ ټرامپ له تمي پرته بريا سره د نړۍ يو شمير مشرانو او مخورو ډونالډ ترامپ ته د مبارکي پيغامونه استولي دي، له دې سره يو شمير نورو بيا د مبارکي پر ځای بيل ډول نظر ورکړی دی
د امریکا په ولسمشرۍ ټآاکنو کې د سوداګر او جنجالي نوماند بریا د نړیوالو له چټک او بیل ډول غبرګونونو سره مخ شوه. د روسیې ولسمشر د ټرامپ پر ټاکل کیدو خوښي څرګنده کړې او هیله مندي یې ښودلي چې هیواد یې د امریکا نوي ولسمشر په راتګ سره ښو اړیکو ته لاره پیدا کړي.
د ناټول لوي منشي هم د امریکا په جنجالي ټاکنو کې ډونالډ ټرامپ ته د مبارکۍ په ویلو سره ویلي هیله مندی چې ناټو او امریکا به په راتلونکې کې ښې اړیکې ولري.
ينس استولتنبرگ- “د امریکا مشر د تل په څير ډير مهم دی له امریکا سره به زمونږ اړیکې په نړیوالو مسایلو کې د تیرو اویا کلونو په څير ډيرې نږدې وي یوه پیاوړې ناټو به د امریکا او اروپا په ګټه وي.”
د اروپایي ټولنې بهرني سیاست مشرې فدريکا موگريني، ویلي: دا تولنه به له ارمیکا سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د انګلستان لومړي وزیرې هم د ډونالډ ټرامپ په مشری له امریکا سره د ښو اړیکو پر ټینګښت ټینګار کړی دی. د جین بهرنیو چارو وزارت ټرامپ ته د بریا مبارکې ورکړې خو د ایران بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې سره د برجام هوکړې پلي کیدو ته نغوته کړې ده.
– لوکانگ- ” مونږ د امریکا له نوې ادارې سره همکاریو ته چمتو یو د امریکا او چین د ثبات په برخه کې هڅې کوو دا اړیکې به د دواړو هیوادونو د ګتو او مصلحت له مخې پر مخ بیول کیږي.”
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د لومړني عربي مشر په توګه ډونالډ ترامپ ته د بریا مبارکي ورکړې ویلي یې دي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې به د ټرامپ د ولسمشرۍ پر مهال د هر وخت په پرتله پیاوړې شي.
د فلسطیني ادارې ریس محمود عباس ټرامپ ته مبارکي ورکړې او د فلسطین خپلواکۍ جوړښت ریس صایب عریقات ویلي هیله مند دی چې په دې بدلون سره هیله مند دی چې د دواړو هیوادونو د رامنځ ته کیدو هیلې بشپړې او له نولس سوه اوه شپتم کال راهیسې نیواک ګري پای ته ورسیږي.
د جاپان ایټالیا مالیزیا لومړي وزیرانو د فرانسې سویلي کوریا آسترالیا او یو شمیر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم ټرامپ ته د بریا مبارکې ورکړې ده.