د بيړنيو حالاتو کميټې په دي وروستيو کي له 52000 کورنيو سره د خوړو او نقدي مرسته کړې ده

د بيړنيو حالاتو کميټې په دي وروستيو کي له ۵۲۰۰۰ کورنيو سره د خوړو او نقدي مرسته کړې ده   په دي هکله ر يپوټ کې راغلي  چي په دي وروستيو مياشتو کي د ناامنيو له امله ۱۶۰۰  ملکي کسانو ته مرگ ژوبله اوښتي او دوه نوي زره کورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوې دي

د بیړنیو حالاتو کمیټې په ډې وروستیوجګړو کې چې له څو میاشتو راهیسې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې روانې دي، د دوه نوي زره کورنیو له کډوالیه خبر ورکړی ویلي یې دي، په امنو سیمو کې کډوال د دولت له لوري ځای پر ځای شوې او له دوه پنځوس زره  یوسل شپږ څلویښتو کورنیو سره د خوړو او نقدي مرستې شوي دي.

له دې سره ددې کمیټې مسولینو ویلي ددې کډوالو لپاره دوه سوه اتیا اعشاریه اته میلیونه افغانۍ خانګړې شوې  او له دې کډوالو څخه دیرش زره کورنۍ په خپله خوښه خپلو کورنو ته ستنې شوې دي.

ددې کمیټې په وینا د تیرو میاشتو د نښتو په لړ کې یوسل اوه اتیا ملکي کسان وژل شوي او یو زر څلور سوه شپږ څلویښت نور ټپیان دي. دې کسانو ته ډيری د قندز، فراه، ارزگان، هلمند، ننگرهار، فارياب، غزني، سرپل، پکتيا، بغلان و بادغيس ولایتونو په  جګړه کې زیان اوښتۍ دی.

له دې سره دې کمیټې ویلي له هغه کډوالو سره  چې له پاکستان څخه جلال آباد ښار ته راغلي د سلو میلیونو افغانیو په شاوخوا کې مرستې په پام کې نیول شوې دي.

په ورته حال کې دې کمیټې د ژمې لپاره له چمتوالي خبر ورکړی ویلي یې دي: پّ روان کال کې دولت د اتلس سوه دوه پنځوس کیلو متره سړک د پاکوالی پلان نیولی  او په سالنګونو کې د مرستې رسونې دیارلس مرکزونه رامنځ ته کیدونکي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *