د آسیوشیتد پرس خبري آژآنس نظر پوښتنه: دوه نوي سلنه امریکایان په دې آند دي چې هیلاري کلنټون مجرمه ده

د آسیوشیتد پرس خبري آژآنس  نظر پوښتنه: دوه نوي سلنه امریکایان په دې آند دي چې هیلاري کلنټون مجرمه ده

د آسوشیتدپرس وروستۍ نظر پوښتنې له مخې، ډيری لویدیځوال چې امریکایان هم په کې شتون لري په دې آند دي چې کلنټون یا له قانونه سرغړونه کړې او یایې د بیغورۍ له امله له خپلو شخصي ایمیلونو کار اخستی دی چې له مخې یې اف بي آي دوسیه پرانستلې ده. د هغه نظر پوښتنې له مخې چې په دې وروستیو کې د اشیوستید پرس خبري آژآنس له لوري تر سره شوې ددې ښکارندويي کوي چې دوه نوي سلنه امریکایان په دې آند دي چې هیلاري کلنټون له قانونه سرغړونه کړې او یا هم یې پر وړاندې له بیغوریه کار اخستی دی.

ډيری دې کسانو ویلي چې دا یوه مجرمه ده.

ددوی له دریو یوې برخې چې نهه دیرش سلنه کیږي په دې باور لري چې د امریکا پخوانی د بهرنیو چارو وزیرې په لوی لاس دا تیروتنه کړې ده.

یواځې د ځواب ویونکو شپږ سلنه کسانو ویلي چې دا کومه ګناه نلري.

ددې نظر پوښتنې پایلې د هغه اندیښنو ښکارندویي کوي چې د هیلاري کلنټون د دوسیې په هکله شتون لري، دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې پّ لومړیو کې هیلاري کلنټون له هر ډول جرم څخه پاکه ښودلې ده.

دیوې بلې نظر پوښتنې له مخې چې دای بي سي او واشنګټن پوست ورځپاڼې له لوري تر سره شوې ددې ښکارندویي کوي چې شپږ پنځوس سلنه امریکایانو د هیلاري کلنټون د دوسیې په هکله نویو څیړنو ته هیله مند دي.

د آسوشتید پرس په نظر پوښتنه او جي اف نظر پوښتنه کې له یو زر نهو مشرانو څخه د جولای میاشتې په اومه نیټه کې پوښتنه شوې  او دا تیروتنه درې اعشاریه درې ده.

د امریکا اف بي آی د ریس په وینا، هیلاري کنلټون او مرستیال یې له پامه پرته کړنې تر سره کړې او ددوی دا سرغړونه د محرمو اسنادو په ساتلو کې محرمانه تیروتنه شمیرل کیږي.

په تیرو دوه اونیو کې د لورتا لینج عمومي ریس او لوی څارنوالۍ درې ځله دامریکا مشرانو او ولسي جرګو ته غوښتل شوي ترڅو د هغه قانون ماتونې پر وړاندې ځواب ووایي.

د هیلاري کلنټون د ایمیلونو دوسیې ددې پر ټاکنیز بهیر ناوړه اغیزه وکړه چې ډير کسان ددې دا کار د نه منلو او غیر قانوني بولي.

دموکراتان دا تور ردوي خو په ټاکنو کې یې د هیلاري کلنټون د رایو په هکله خواشیني څرګنده کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *