په امریکا کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترڅنګ د متحدو ایالتونو د استازو او د سنا د ځینو څوکیو لپاره هم انتخابات کیږي.

په امریکا کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترڅنګ د متحدو ایالتونو د استازو او د سنا د ځینو څوکیو لپاره هم انتخابات کیږي.

دا انتخابات ځکه د دواړو ګوندونو لپاره مهم دي، چې اکثریت ګټونکي به یې په کانګرس کې هم اکثریت شي. د امریکا د استازو د خونې ۴۳۵ څوکۍ لرې او سنا بیا ۱۰۰ څوکۍ لري، دا دواړه چې یو ځای شي بیا کانګرس بلل کیږي.

دا مهال د جمهوري غوښتونکو ګوند د استازو په خونې او سنا کې اکثریت دي، خو که دموکراتان په دغو انتخاباتو کې ډېرې څوکۍ وګټي، دموکراتان یوازې پنځه څوکیو ته اړتیا لري چې په سنا کې اکثریت شي.

دا مهال د امریکا په سنا کې جمهوري غوښتونکي ۵۴ او دموکراتان ۴۴ څوکۍ لري او دوه نورې څوکې د مستقلو استازو دي چې له دموکرات ګوند سره خواخوږي لري.

شننونکو تر همدا څو ورځو مخکې پورې دا خبره کوله چې شاید دموکراتان د سنا په انتخاباتو کې د څلورو او اوو څوکیو ترمنځ وګټي، خو د هیلري کلنټن د ایمیلونو رسوایۍ دا کار لږ ستونزمن کړ. سره له دې چې د یکشنبې په ورځ د فدرال د پولیسو مشر وویل چې د هیلري کلنټن په ایمیلونو کې یې داسې کوم شی ونه موندل چې جرم وګڼل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *