د عراق موصل عملياتو په لړ کي کردي پيشمرگه ځواکونه د بعشيقه سيمي ته ننوتلي

د عراق موصل عملياتو په لړ کي کردي پيشمرگه ځواکونه د بعشيقه سيمي ته ننوتلي له دې سره عراقي سرتيرو هم له پرمختگه خبر ورکړی خو د کردستان خپلواکي اداري مشر د موصل جگره له پيچلتيا وو سره مل بولي

د عراق کردي پیشمرګه ځواکونو تر اوسه ډيری سیمې له وسله والو پاکې کړې دي او د بعشیقه له کلابندی وروسته دوی نن دې سیمې ته ننوتل. له دې سره د عراق سرتیرو ویلي ډير ژر به عراقیانو ته ښه خبر ورکړي. هغه کسان چې له جګړې وروسته خپلو سیمو ته ګرځیدلي د عراقي سرتیرو لپاره دوعا کوي.

منعم حسن- “مونږ په موصل کې یو ددې ښار په یوه ځنډه :ې. زمونږ روحیه ډيره لوړه ده د خدای شکر ادا کوو یواځې څو سیمې پاتې دي نن به مونږ د عراق اوسیدونکو ته ښه خبر ولرو.”

صابحه عزيز- “خدای د تاسو بریالي کړي ترڅو وکولای شی داعشیان ووژنی او زمونږ بدل له دوی څخه واخلی دوی دوی مونګ ته ډیر آزار راکړی او اوس مونږ خپلواکه یو.”

په داسې حال کې چې د موصل عملیاتو څخه درې اونۍ تیریږي خو دا عملیات د پلان په پرتله په چټکۍ سره پر مخ روان دي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *