د قدس تلویزیوني شبکې له منځه وړل

د قدس تلویزیوني شبکې له منځه وړل

دا هغه خبره چې له تیرو څو ورځو رادیخواه د ترکیانو په ژبه لوېدلي ، نن دا څرګنده شوه چې قدس تلویزیون د ترکیه له لیست څخه پاک شوي یاهم له منځه وړل شوي ده. یوشمېر ګنګوسۍ داسې حکایت کوي چې ګویا دغه تلویزیون د ولسمشري ماڼې او د دي هیواد لومړي کس فرمان له مخي منځه وړل شوي. د قدس تلویزیون له منځه وړلو اصلې لامل هم په تیره یوه میاشت کې د حشدالشعبي څخه ملاتړ او حمایت په ګوته شوي ده.

قدس تلویزیون له دي وروسته چې په موصل کې عملیات پیل شول، خپل خاموشانه خپرونې چې هوډ یي فساد او فتنه له منځه وړل وو اختیار کړل او ټول ځواک يي په کار واچاوه ترڅو په عراق کې شته حقیقت روښانه او ټولو ته څرګند کړي. له حشد الشعبی څخه د خلکو ملاتړ او عراقي اوسیدونکو منندويي له دغه ارګان یا ټولني څخه وه ، له قانوني سرتیرو څخه د عراقي پوځیانو څارنه ، مذهبي جګړو ته کتنه ، او په عراق کې شیعه او سنې مذهبو ډلو ترمنځ مسیحی سرتیرو باندی غور هغه تګ لاره وه چې قدس تلویزیون د خپل اصلي محور او خبري ساعتونو لپاره په دي وروستیو کې غوره کړي وو. خو اصل خبره دلته ده چې اردوغان حتي ونشوي کوله چې دغومره خبره یا موضوع هم ونشې زغملي.

خو جالبه نکته دلته ده چې قدس تلویزیون په تیرو وروستیو کلونو کې هیڅکله هم پرته له کوم شرط څخه په سوریه کې د بشار اسد له دولت څخه ملاتړ کړي او تل یی بشار اسد د سوریي منتخت یا ټاکل شوی ولسمشر بللي او تل یي ویلي چي نوموړي دامهال له ترورسیم سره په جګړه اخته ده، او د سوريي له دولت څخه یی ملاتړ او دغه دولت یي مشورع اعلان کړي.

قدس تلویزیون تل له اسلامي مذهب څخه برخمن او هر ډول فساد او فتني له منځه وړلو په برخه کې یي کار کړي چې ډیری وخت په خپل دغه عهد او خپل سیاست کې بریالي شوي هم دي. د مثال په توګه قدس تلویزیون په دي بریالی شوی ترڅو بیلابیلي ډلی طیف کې چې سنی او شیعه دي په ترکیه کې او حتي نړيوالو هیوادونو لکه عربیانو سره یوي کړي او د قدس موضوع په برخه کې یي سره یوځاي کړي او په تفاهم یی رسولي دی.

د ترکیه په کودتا کې د دي شبکې مدیر نورالدین شیرن یوتن له هغو کسانو څخه وو که چیري کودتاچیان په دي بریالي شوي واي چې واک یي ترلاسه کړي واي نو له شک پرته چې شیرین به له هغو کسانو څخه وو چې په اعدام او یا هم په عمربند محکوم شوي وای. همدا راز له تیرو څو کلونو څخه رادیخواه یوشمیر ورځپاڼو هم په دغه تلویزیون باندی بیلابیل تورونه پوري کړي خو قدس تلویزیون هیڅ کله هم له خپل عمل او ترکیه مشروع حکومت څخه لاس ندي اخیستی او دغي لاري ته یی دوام ورکړي.

د ترکیه دولت په دغه ګام پورته کولو سره څو ټکې په پام کې لري:

۱ . دولت کمترین غږ نه مخالف !! چې حتا نشي کولي کم ترین غږ د رسنیو هم واوری او له دي امله يي بندوي.

۲ . د قدس تلویزیون له لوري ترکیه اسلامي دولت مقاومت ډلی سره که څه هم کمي خبري شوي وی خو دوی ته د زغملو وړ ندي او نشي کولي تر څو کم ترینه غږ هم واوری.

۳ . دامهال چې د کودتاچیانو فاز د ختمیدو په حال کې ده اوس هڅه کیږي ترڅو د کم ترکمه غږ اوچتونکو پر وړاندي باندی هم اقدام وشي او دغه کسان له دی وروسته وزپل شي.

۴ . د ترکیه دولت اوس مهال د مقاومت او منصوبانو عوسه راپارولو په حال کې ده ، ترڅو له دي لاري وکولي شي دغه ډلي چې اوس مهال یی یو څه قانوني لاره هم خپله کړي او له دغي لاري څخه فعالیت لري د دوي د ځپلو لپاره هم قانوني لاره پیداکړي ترڅو وکوليٍ شي دغه کسان له دي لاري سره وځپي.

۵ . اردوغان تصمیم لري ترڅو حشد الشعبی ترهګر وپیژندل شي او په دي کار کې یوڅه بریالي هم ده. په واقع سره چې اردوغان دامهال د تکفیري ډلو څخه ملاتړ تاوان ورکوي او اوس د دي لاري په غوره کیدا سره غواړي خپلی ټولي مالي هڅې په کار واچوي ترڅو دغه دروند بار له خپلو اوږو څخه سپک کړي او نورو هیوادونو په غاړه یي واچوي.

نو له همدي امله هڅه کوي ترڅو حشد الشعبی ډله د ترهګرو په نامه ونوموي او له دي وروسته د ایران او سردار سلیمان ملاتړ ترلاسه کړي او له دي سرتیرو څخه په عراق کې ټینګار وکړي او ځان خلاص کړي خو د دي سیاست په غوره کېدو سره اردوغان غواړي دا ثابته کړي که چیري مونږ له سنی ډلو څخه ملاتړ کړي بلخواه ایران له شیعه تکفیري ډلو څخه ملاتړ کوي.

۶ . اردوغان له هغه وروسته چې په دي بریالي نشو ترڅو د موصل په موضوع کې د ایران غوسه راوه پاروي او په دي کار کې ناامیده شو ، اوس مهال له دي لاري او فشار سره غواړي بیلابیلو عناصرو څخه کار واخلي ترڅو ایران ته نیږدي لارو څخه کار واخلي او په دي برخه کې د ایران غوسه راوه پاروي.

د دي ټولو خبرو له مخي دا روښانه ده چې اردوغان په شدت سره د ماتي او ضعف احساس کوي او دي ته ځیر شوی چې نور نشي کولي د تیښتی له لاري ایران پر وړاندي سیاست غوره کړي او له دي لاري کار وکړي نو تصمیم یا پریکړه يي کړي ترڅو د ترکیه له اسلامي انقلاب منسوبینو څخه د دي کار غچ واخلي.

داعش د اردوغان او بارزاني په مرسته کرکوک باندي برید وکړو

د داعش مشرانو اعتراف کړي چې د اردوغان او بارزاني به مرسته او هم غږي سره یي کرکوک باندي برید کړي.

د کرکوک امنیتی ځواکونو له لوري د ویدیو په خپرولو سره چې دغه ویدیو په مجازي نړي کې خپره شوي د اردوغان او بارزاني له طوئیه څخه پرده  پورته کړي چې په کرکوک کې یي له داعش سره مرسته  او همکاري کړي ده.

په دي ویدیويي فلم کې د داعش نیول شوي کس اعتراف کوي چې دوي کرکوک باندي برید د اردوغان او بارزاني له لوري طرحه شوی او د دوی په پلان باندي داعش کرکوک باندی برید کړي.

نوموړي زیاته کړي چې زمونږسرتیر(داعش) د ترکي ځواکونو په مرسته او همغږي سره کرکوک ته نیږدي ساري تپه په نامه یوي سیمې له لاري چې د کرکوک په سویل کې پرته سیمه ده له وړاندي همغږي سره کرکوک ته دننه شوو او دغه ښار ته مو نفوذ پیداکړو.

د یادونې وړ ده چې کرکوک باندي د داعش له لوري په برید کې هیڅ یو تن هم د حزب دموکرات بارزاني یوتن سرتیري هم ندي وژل شوی او ډیري تلفات د مخکین مرګه سرتیري چې د میهنی یا (جلال طالباني) پوري تړاو لري وژل شوی دی.

استاد رسول د میهني له لوړپوړو قومندانانو څخه وایی چې ، ترلاسه شویو اسنادو او لاسوندونو له مخي کرکوک باندي برید یوه له مخکې پلان شوي داخلي او بهرني طرحه وه .

په دي وروستیو کې د تکفیري او داعش ډلو څخه د اردوغان او بارزاني ملاتړ ورځ تربلي رسوا او افشا کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *