عراق کې د داعش پر وړاندې 200 کردي نجونه جنګیږي

عراق کې د داعش پر وړاندې ۲۰۰ کردي نجونه جنګیږي

موصل ښار له دوو کلونو راهیسې د داعش نومې ډلې په ولکه کې دی. عراقي ځواکونه ادعا کوي، چې د الزهره سیمې ته رسېدلي او اوس یې د دغې سیمې ۹۰ سلنه برخه په واک کې ده.

ځانګړي ځواکونه د سیمې په لارو کوڅو کې د داعش ډلې له وسله والو سره په جګړه بوخت دي. بل لور ته ملګري ملتونه وايي، د موصل په ښار او شاوخوا کې د اسلامي دولت نومې ډلې د جنایتونو رپوټونه په ډېرېدو دي.

ملګرو ملتونو له دې مخکې هم د هغو رپوټونو له کبله، چې ګواکې داعش وسله والو ډله ییزې وژنې کړې او ملکي ښاریان یې د ډال په توګه کاروولي، اندېښنه څرګنده کړې.

بل لور ته د جمعې پر ورځ د هغو ګاډو کاروان د ښار ختیځ کې یو کمپ ته رسېدلې، چې له جګړې تښتېدلي سلګونه ملکي کسان په کې وو.

د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ د حکومتي او کردي ځواکونو د اکتوبر په ۱۷ نېټه د موصل بېرته نیولو لپاره، چې د امریکا په مشرۍ د هوايي ځواک ملاتړ ورسره و، پراخ برید پیل کړ.

نژدې ۲۰۰ ایراني کردي ښځو د موصل په شاوخوا کې د داعش خلاف جګړې کې برخه اخیستې. دغه ښځې اوس په جګړه کې د هغو ۶۰۰ وسله والو برخه ده، چې د کردستان خپلواکۍ نومې ګوند اړوند دي. له دوی نه یوه مېرمن کارین ویلي: موصل ته نژدې یوه پنډغالي ته له جګړو تښتېدلي ملکي کسان روان وو

” موږ له هغو سړیو سره اوږه په اوږه له هغو سره جګړه کوو، چې زموږ د وروڼو پر ضد جنګېږي. موږ له یوه بل سره همکاري کوو او له هر ډول شوني ګواښ نه د خپلې خاورې ژغورنې لپاره ګډ کار کوو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *