د ملگروملتونو لوی منشي د گل خانه يي غازو په برخه کې د نړيوالي تولني ستاينه کړې ده

د ملگروملتونو لوی منشي د گل خانه يي غازو په برخه کې د نړيوالي تولني ستاينه کړې ده

دا په داسي حال کي ده چي ټاکل شوې تر نږدې راتلونکې ددې ډول غازو د توليد مخنيوی وشي

د ګل خانه یې غازو په هکله د نړیوالې ټولنې له هوکړې نږدې یو کال تیریږي. په دې هوکړه کې نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې ځمکه به له دې ډول غازو ژغوري په دې تړاو د نړۍ یو سل پنځه نوي هیوادونه هوکړې ته رسیدلي دي.

د دوه زره شپاړسم کال د نوامبر میاشتې په څلورمه نیټه ددې تړون د پلې کیدو وخت ټاکل شوی و. د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي په دې هکله د نړیوالې ټولنې د ستاینې ترڅنګ ویلي، اوس هغه وخت رارسیدلی چې دا هوکړه پلې شي.

بانکي مون: دا زمونږ یوه مهمه ورځ ده زه ددې ورځې د ښودلو لپاره د نړیوالې ټولنې له استازو په لیدنه کې ګټه پورته کوم. ما دوی ته بلنه ورکړې ترڅو ددوی له کړنو ستاینه وکړم او له دوی څخه د ډير فعالیت غوښتنه.

زه ددوی د اندیښنو، پلانونو او وړاندیزونو د اوریدو لپاره چمتو یم. مونږ په تیرو کې هم د ځمکې سیارو او نورو برخو په هکله ډيری هوکړې کړې دي.”

ددې هوکړې لاسلیک کونکي دې ته چمتو شوي چې د ځمکې د تودوخي د کمښت لپاره چې کچه یې دوه درجو لږوالي ته رسیږي د پلي کیدو هڅه کوي. ددې هوکړې پلې کول چې په نړۍ کې پنځه پنځوس سلنه غاز تولیدوي اړین دي. د دوه زره شپاړسم کال د اپریل په میاشت کې د نړۍ یو سل پنځه اویا هیوادونو استازې دلته راغلي وو او د پآریس هوکړې د پلي کیدو لپاره یې لومړنۍ ګام پورته کړ.

تر اوسه د نړۍ له یو سل دوه هیوادونو څخه دوه نوي هیوادونو په دې برخه کې ګام پورته کړی دی او ددې هوکړې مهم هیوادونه چین امریکا دي چې په نړۍ کې تر ټولو ډیر ګلخانه یې غاز تولیدوي او دې دوه هیوادونو هم د پاریس هوکړې په برخه کې ګام پورته کړی دی.

د روان کال د نوامبر میاشتې اومه نیټه به په دې هکله په مراکش کې ناسته تر سره شي او ددې هوکړې په پلې کیدو په برخه به خبرې وشي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *