صهیونیستی جنرال ادعا کړي چې سید حسن نصرالله په دي توانېدلي حزب الله ډله یو ځواکمن سازمان باندي واړوي.

Hezbollah chief Sheikh Hassan Nasrallah is seen during his speech at the fourth Arab conference to support the Lebanese and Palestinian resistance, 30 March 2006 in Beirut. Nine Lebanese and Palestinian nationals were arrested for plotting to kill Sheikh Hassan Nasrallah, the daily As-Safir reported today. The assassination of the head of armed Shiite fundamentalist party was planned for April 28 when Nasrallah was due to attend the next session of Lebanon's ongoing national dialogue, the paper said, citing security sources. AFP PHOTO/RAMZI HAYDAR

صهیونیستی جنرال ادعا کړي چې سید حسن نصرالله په دي توانېدلي حزب الله ډله یو ځواکمن سازمان باندي واړوي.

راي الیوم ورځپاڼي نن په خپله انټرنټې ګڼه کې د زهیر اندراوس لیکنه خپره کړي چې پکې لیکل شوي؛ علیرغم دا چې اسرائیل د لبنان حزب الله ډله وروسته تر ایران څخه خپل دوهم دښمن بولې ، خو اوس مهال بیا حزب الله د چارو ولپاره دوی ته لوی ګواښ ګرځیدلي او سید حسن نصرالله یو تن له هغو عربی مشرانو څخه ده چې اوس باید خبروته یې غوږ ونیول شي.

یوه لسیزه وروسته او د ۲۰۰۶ کال په لبنان کې تر جګړي وروسته کارپوهان، څیړونکې ، او پریکړه کوونکې په تل آویو کې فکر کوي چې ترڅو د حزب الله هغه تیري چې بریا ته ورسېد څه تري نه زده کړي او تجربه تري واخلې.

خو دغه موضوع د عبري په حکومت ختیځ لوري تل حاي یوه پوهنتون کې تر څیړنې لاندي راغله او تر څیړنو وروسته اعلان وشو چې ۸۰ سلنه اسرائیل په حسن نصرالله باندی باوري او نور پاتې یي په خپل ځانونو باندي باورمن دي.

عبري یدیعوت احارونوت د یوه لوړپوړي اسرائیلي له قوله لیکلې: د عزه جنګ چې وروسته تر ۲۰۰۶ کاله رامنځ ته شو یوشمیر اسرائیلي جنرالان په غزه کې د لبنان حزب الله له لوري هدایت او کار ته په تمه وو تر څو دغه مسله د نوموړي له لوري ترلاسه کړي.

که مونږ د لومړي دښمن لبنان حزب الله ډلي لید لوري ته په دقت سره پام وکړو نو ډيری امور به راته روښانه شي. حزب الله په دي بریالي شوي ترڅو د اسرائلیانو په منځ او فکر کې ویره رامنځ ته کړي نو له دي موخي بریالې شوي ترڅو د دوي په منځ کې امنیتي ګواښ رامنځ ته کړي او توانیدلې ترڅو اسرائلیانو په منځ کې د زرادخانه توغندي په مرسته د دوي په منځ کې ویره راوه پاروي او د دوي په منځ کې وحشت خپور کړي.

د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر دفتر مشر ایتان هابر په یدیعوت احارونوت ورځپاڼه کې یوئ مقاله کې لیکلي: په ټولو جګړو کې کامیابي ناشونۍ ده. او که چیري داسي وه نو مونږ به هدایت یا توصیه کړي وه ترڅو جنګ ته دننه شو.

حزب الله له تیرو څو کلونو رادیخواه په خورا دقت سره زرګونه توغندي او زرګونه هغه سرتیري چې په سوریي کې یی خورا په جګړه کې تجربه ترلاسه کړي ده او زده کړي یي ترلاسه کړي دي ځان لپاره نیولي جزب کړي. هغه ارامتیا چې دامهال (نیول شوي فلسطین) کې رامنځ ته شوي د لبنان له لوري یو توغندي وتوغول شي دغه آرامتیا به له منځه ولاړه شي او څه به پاتي شي نورو غوندیو ته چې وتوغول شي. اسرائیل هغه وخت باید جګړه ته دننه شي او پیل وکړي چې په غاړه باندي يي توره ایښودل شوي وي.د اسرائیلو مشران باید په دي پوه شي چې د تکتیکې تر جګړه عنوان لاندي هیڅ کوم څه شتون نلري. او یواځي ستر جنګ شتون لري.

رائ الیوم په ادامه سره لیکلي؛ د اسرائیلو لومړي وزیر مرستیال ایلي یشان د جګړي پرمهال ویلی: حزب الله نباید د مونږ ځواک سره پرتله شي مونږ باید په رواني جګړه کې بریالي شو او په داسی حال کې چې مونږ د رسنیو په جګړه کې مونږ ماته خوړلی او تربیون د دښمن واک لاس ته ورخلي دي.

هیڅ داسی کومه ورځ نده راغلي چې نصرالله زمونږ روحیه نه وي ضعیفه کړي او د اسرائیلو عصاب یي په بازي یا ساتیري نه وي نیولي.

نن د اسرائیلو مشرانو او پوځیانو او د فشار څخه د وتلو او د جګړي پایلي یواځی تسلیت لپاره دومره ویلي شو؛ په نګړي کې هیڅ داسي کوم هیواد شتون نلري چې په یوه نامنظمه یا ناسمه جګړه کې یی بریال ترلاسه کړي وي او بریا ته رسېدلي وی.

نو په همدي اساس د اسرایئلو څیړونکې اجماع کوي چي د حزب الله استثنائي مشر حسن نصرالله خبرو ته باید په دقت پاملرنه وشي ځکه دي په خبرو کې یو شي وايي او په عمل کې بل کار ترسره کوي چې داکار د ده په عمل کې خورا توپیر لري.

د یدیعوت احارونوت ورځپاڼي شنونکې الکس فیشمن داسی وایی؛ اسرایئل تل هڅه کوي او مینه لري چي تل د عربی هیوادونو مشران توحین او تحقیر کړي، خو په منځه نیز ختیځ کې استثنائي مشران شتون لري. هغه مهال چې نصرالله یو ګواښ مطرح کوي مونږ باید هغه ته په دقت سره پاملرنه او غوږ ونیسو ځکه هغه هر ګواښ ، عهد او هغه موضوع چې مطرح کړي عمل یي هم پري کړي ده.

تسوی یحز کئیلي د عربی چارو شنونکې په ۱۰ اسرائیلي تلویزیوني کانال کې ویلي؛ زه د نصرالله هغو څرګندونو چي د اسرائیلو څخه د حزب الله بریا په برخه کې یي کړي پوره باور لرم. مونږ باید په جولان  کې د نصرالله له لوري جګړي پیل جدي ونیسو که چیري د حزب الله تربیه شوي کسان اسرائیلو سرحدونو ته دننه شي نو اسرایلو سره به جګړي په برخه کې خورا ځواک ترلاسه کړي.

د اسرائیلو ځمکنیو سرتیرو ګابی تسور جنرال په آند؛ نصرالله په دي توانیدلې حزب الله د پوځ له لوري خورا ځواک ته ورسوي او د نړي له ځواکمنو سازمانونو سره یی برابر کړي او د زرداخانه توغنديو یي دوي ته په جګړه کې لا خورا ځواک وربښلي او دوي یي ځواکمن کړي دی.

دغي ورځپاڼي زیاته کړي: علیرغم په ویل شویو مطلبونو کې باید دوه مهمو ټکو ته پاملرنه او ټینګار وشي، لومړي دا چې اسرائیلو د عربو پر وړاندي سخت روانی جنګ پیل کړي ، او پرته له کومي ستونزي یا ویري هڅه کوي ترڅو حزب الله د شیطان په صفت و پیژاندل شي نو له دي مخي بعید نده چي دغه خبري هم له دغه چارچوب پرته د رواني جنګ لپاره ترسره شوي وي.

دوهمه موضوع چې له لومړي څخه شاید اړینه یا مهمه وي داده چې د ګواښونو ترمنځ حزب الله دامهال غوندیو موضوع پیل کړي او د تل آویو په رسمی اعتراف دي باندی قادره ده ترڅو هر چیري عبري حکومت تر برید لاندی راولي او عبري حکومت نشي کولي دوام راوړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *