د دولت وسله والو مخالفينو ستراتيژيکي موخې له ماتي سره مخ شوې دي

د دولت وسله والو مخالفينو ستراتيژيکي موخې له ماتي سره مخ شوې دي

د پوځ ستر درستيز له هغه درې ورخينۍ ناستې وروسته چي د ملي دفاع، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت د لوی رياست ترمنځ تر سره شوې  ويلي: د بگرام بندخونه د وسله والو مخالفينو له مشرانو ډکه ده  او له دوه زره اوم کال راهيسي په روان کال کې ددوی د تلفاتو کچه بسيارې وه

د طالبانو عمري عملياتو ستراتيژيکو موخو ناکاميدل!

دا هغه څرګندونې دي چې نن د ملي دفاع وزارت له لوري، د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت لوی ریاست ترمنځ له درې ورځينۍ ناستې وروسته شوې دي.

د هیواد یو شمیر سیمو نیول، د پولې له پورې غاړي د کویټې شورا رالیږدول  او همدارنګه د میرامشاه له سیمې د مخالفینو د مرکزونو را لیږد د وسله والو مخالفینو هغه لوی پلانونه وو چې له ناکامۍ سره مخ شول.

جنرال شهیم وویل، له پردۍ خاروې څخه د وسله والو مخالفینو د مرکزونو د را لیږدولو موخه له باره د پاکستان د اوږې خالي کول وه ترڅو نړیوالو ته وښي چې د وسله والو مخالفینو مشرانو په خپله خاوره کې فعالیت کوي.

دده په وینا، د شفق عملیاتوله مخې د وسله والو مخالفینو دا ټولې موخې شنډې شوې او له دوه زره اوم  کال راهیسې وسله والو مخالفینو ته تر ډيره مرګ ژوبله په روان کال کې اوښتې ده.

د پوځ ستر درستیز ویلي، د وسله والو مخالفینو له لوري نه اعلان شوې جګړه اوس په اعلان شوې جګړه اوښتې او ددوی په درې ورځینۍ ناسته کې د افغان امنیتي سرتیرو په تکتیکي ستونزو خبرې شوې دي او دا ستونزې به د شفق دوه عملیاتو پر مهال  چې ټاکل شوې په روان ژمې کې په لاره واچول شي له منځه لاړې شي.

له دې سره جنرال شهیم ویلي، داعش وسله والې ډلې درې کاله وړاندې پّ افغان خاوره کې د یوه مرکز د جوړولو هوډ درلود خو د افغان امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې دوی ته ډيره مرګ ژوبله اوښتې او حتی ددوی د خراسان سیمې ډيری مسول مشران ووژل شول

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *