د عراق په موصل ښار کي عمليات سختو پړاونو ته رسيدلي دي

د عراق په موصل ښار کي عمليات سختو پړاونو ته رسيدلي دي

عراقي سرتيريو بريدونو او داعش مقاومت ته زور ورکړی دی، ملکي کسان د خپلو کورونو پريښودو هځي کوي او ددوی د تلفاتو شميره د ورځې په تيريدو سره لوريږي

عراقي سرتیري له دې سره چې د موصل په لور پرمختګ کوي د لارو په اوږدو کې ناچاودیدونکي توکي هم له منځه وړي. د عراق ترهګرو پر وړاندې د مبارزې ځواکونه وایي: دوی د جمعې په ورځ له شپږو سیمو وسله وال په شا کړي دي.

قاسم جاسم نزال- “مونږ د انتصار په سیمه کې یو څرنګه چې وینی دښمن ماته خوړلې مونږ د نهو موټر بم په له منځه وړلو بریالي شوي یو مونږ پرمختګ ته دوام ورکوو او ډير ژر به خپلې موخې ته ورسیږو.”

له دې سره ملکي کسان هڅه کوي ترڅو له بریدونو ځانونه وژغوري اویا له دې سیمې د تیښتې لاره پیدا کړي.

وړمه ورځ د بشر حقونو ویاندې راوینا شامداسني ویلي وو: داعش وسله والې ډلې د یوې سیمې یو زر شپږ سوه کسان بلې سیمې ته بیولي دي او له ملکي کسانو څخه د سپر په توګه کار اخلي له دی سره دې ویلي داعش بنځوس هغه کسان چې له دې سیمې یې د تیښتې هڅه کوله او یوسل سل اتیا د عراق پوځ پخواني کارکونکي وژلي دي.

له دې سره دوی د چهار شنبې په ورځ هم یو سل پنځوس کورنۍ له ځان سره بیولې وې.

د العلیل سیمې د اوسیدونکو په وینا، داعش هغه هلکان چې له نهو کلونو ډير عمر یې درلود د جګړې لپاره له ځان سره بیولي دي او کیدای شي له دوی څخه د سرتیرو په توګه کار واخلي په ورته حال کې له داعش څخه داسې انځورونه خپاره شوي چې په موصل کې د داعش د دافع هوا د بریدونو ښکارندویي کوي.

په ورته حال کې د ملګرو ملتونو اعلان کړی چې داعش په موصل کې د جنایاتو د تر سره کولو په حال کې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *