انګلیس: پر مکې مکرمې دیمن له لوري د توغندي د برید خبر ریښنۍ ندی

انګلیس: پر مکې مکرمې دیمن له لوري د توغندي د برید خبر ریښنۍ ندی

دانګلستان دولت ویلي عربستان هغه خبر چې په مکه مکرمه برید شوی ناسم بولي وایي د یمنیانو توغندی د جدې په لور توغول شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت او له ګټو د دفاع وزارت وایي له یمن سره ګډې پولې ته نږدې تر سل کلیو مترۍ هر ډول سفر څخه ډډه وکړی که چیرې تر ډيره اړتیا نه وي دوی ویلي که شونې وي د ګډې بولې اتیا کیلو مترۍ ته مه ور نږدې کیږی. که چیرې په دې سیمو کې اړین کار نلری او هلته ستاسو د پاتې کیدو لپاره کوم دلیل شتون نلري نو له دې سیمو ووځئ.

داکتوبر په اوه ویشتمه نیټه د یمن له هغه سیمې چې د حوثیانو تر لاس لاندې وه یو سکاد توغندی په ظاهري توګه د جدې عبدالعزیز نړیوال هوایي ډګر په لور وتوغول شو.دا توغندی داکتور په اتمه نیټه په طایف کې د یوه هوایي ډګر  اوداکتور په نهمه نیټه د یوې امریکایي بیړۍ ترڅنګ د یوه بل توغندي د لګیدو او د جازان په سیمه کې چې د عربستان او یمن ترمنڅ یوه پوله ایزه سیمه ده د یوه توغندي دتوغولو په غبرګون توغول شوی دی.

تیره اونۍ داماراتو یو ه بیړۍ د توغندي تر برید لاندې راوستل شو چې د یمنیانو له لوري دې توغول شوي توغندي زیانونه هم له ځآن سره دلودل.

د دوه زره پنځه لسم کال د مارچ له میاشتې راهیسې د یمن د ولسمشر په غوښتنه د حوثیانو د مخنیوي پّ موخه سعودي عربستان پر یمنیانو هوایي بریدونه پیل کړل. د یمن او سعودي عربستان ترمنځ ګډې پولې ته نږدې بریدونو د ملکي کسانو مرګ ژوبله هم له ځان سره درلوده.

د سعودي عربستان چاراکیو له محدودې وتلې سیمه ټاکلې چې ددې هیواد له شمالي پولو شل کیلو متره لرې دي او همدارنګه د حفر الباطن  او خفجي سیمې هم رانغاړي چې ګواښونکې سیمې ښودل کیږي. ټولو کسانو ته خبرداری ورکړل شوی چې دې سیمې ته نږدې کیدونکي به دیرش میاشتې د بند سزا وویني او پنځه ویشت زره عربي ریاله به جریمه ورکوي. له دې سره د سعودي عربستان چارواکیو خبرداری ورکړی چې پوځي سیمو او پوله ایزو پوستو ته دننه نشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *