د ایران روسيې او سوریی بهرنیو چارو وزیرانو دري اړخیزه ناسته

د ایران روسيې او سوریی بهرنیو چارو وزیرانو دري اړخیزه ناسته

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف جمعه ورځ یوشمیرپلاو په مشري مسکو ته ورسېد او هلته یي له رسیدو سره سم وویل: مونږ تل د هر اړخیزه اوربند رامنځ ته کېدو ، انسان دوستانه مرستو او سوریي کې پر سیاسی حل لاری موضوع باندي ټینګار کړی.

لاوروف

د سوریي ځمکې یوالي ته درنښت او ټولې سوریي سرحدي خپلواکې ته درنښت لرو او همدا شان  په دی هیواد کې بیا روغوني باندی ټینګار کوو.

څوځله مو ټینګار کړي چې مونږ د نړیوالو قوانینو پر اساس کار کوو.

د اوربند تړون د مخالفینو له لوري مات شوي.

مونږ له ترهګري او تروریزم سره خپلې مبازي ته دوام ورکوو.

یوشمیر کړي د سوریي له بدبختانه حالت څخه د خپلو موخو لپاره ګټه پورته کوي.

ترهګرو ټودولان او حلب ښارته غزیدلې لار تړلي دی.

یوشمیر هیوادونه په دي هڅه کې دی ترڅو داعش له عراق څخه بهر او د سوریي سرحدی پولو شاوخوا ځای پر ځای کړي.

آمریکا باید د ترهګرو له منځه وړلو موخي روښانه او په له منځه وړلو کې یي له مونږ سره همکاري وکړي.

هغه ډلې او ګوندونه چې له جفش سره همکاري کوي مونږ تروریزم بولو او هغه په نښه او له منځه وړلو ته به یي دوام ورکړو.

ولې هغه وخت چې امریکا په موصل کې ترهګر تر برید لاندي راولې او بمباران کوي یي څوک څه نه وایې خو کله چې مونږ په حلت کې دغه کار ترسره کوو د ټولو غږونه پورته کیږي؟

ټاکل شوي وه چې د اوربند تړون پرمهال د ترهګرو پوځی اهدفونه یا پلانونه له امریکا سره ځانګړي کړو خو امریکا په دي تړون باندی پابند پاتې نشو.

امریکا ویلې نشې کولي یاغیان د نصرت له جبهه څخه جلاکړي ځکه دوی نغواړي چې له دي ترهګریزي ډلې څخه جلا شې.

المعلم

له روسیي او ایران څخه د ترویزم سره د مبارزي په برخه کې منندوي یو او تري مننه کوو.

دغه ناسته او لیدنې د دی څرګندوینه کوي چې مونږ له روسیي او ایران سره شې پیاوړي او غښتلې اړیکې او ښه همکاري لرو.

مونږ له اسلامي جمهوریت او روسیي سره د هر اړ خیزو همکاریو او پوځی ، سیاسي او اقتصادی برخو کې همکاریو باندی خبري کړي او دغه موضوع مو څیړلې ده.

له ترویزم سره به مبارزه ته دوام ورکړو او حلب به ډير ژر آزاد کړو.

واشنګټن نغواړي چې سوريي کې تل پاتي سوله رامنځ ته شې او د سوريي په کړکیچ کې مرسته نه کوي.

که چیري امریکا د اوربند تړون بندونه یا مادي اجرا کړي واي اوس به دغه حالت چې روان دي داشان نه وو.

یوشمیر هیوادونه هغه اقدامات یا کارونه کوي چې یواځی د ځان ګټې او وهابي هیوادونو په ګټه سره تمام او سیمی هیوادونو ته ځیان ورسوی.

په ۵+۱ هیوادونو په ناسته کې ټولو هیوادونو خپلو ورکړل شویو وعدو باندي وفا او عمل وکړو پرته له امریکا څخه.

هغه کسان چې وایي تر راتلونکو دوه اونیو پوري به د رقه شار خلاصون لپاره عملیات پیل کړي قطعآ دا خبره سمه نده ځکه چې دا کار د دوي خیر او صلاح لپاره سم ندي.

د ملګرو ملتونو له لوري داعش پر ضد جوړ شوي ائتلاف سره هیڅ ډول همکاری نلرو.

ظریف

یواځی باید د سوریي ولس پخپله خپل راتلونکې ځان لپاره وټاکې.

د سوریي کړکیچ هواري او پای ته رسیدو لپاره تل زیار وباسو.

له تروریزم سره مبارزي څخه ملاتړ کوو.

د سوریي په هغو سیموکې چې جګړه روانه کلابند شوي او یا هم ځپل شوي دي باید بشر دوستانه مرسته ترسره شي.

ترهګر تل له ملکې یا غیر نظامي کسانو څخه د ځان ساتلو لپاره دوي څخه د سپر یا دفاع په توګه کار اخلی او ګټه پورته کوي.

تروریزم یواځی په سوريي او سیمه کې نشو خلاصه کولې ځکه ټول جهان لپاره لوي ګواښ بلل کیږي.

هیڅ څوک نشې کولې له ترهګرو څخه د ځان په ګټه کار واخلې ځکه چې مونږ دي پایلې ته رسیدلي یو چي هیڅ ښه او بد ترهګر نلرو.

مونږ تل د هر اړخیزه اوربند رامنځ ته کېدو ، انسان دوستانه مرستو او سوریي کې پر سیاسی حل لاری موضوع باندي ټینګار کړی.

هغه هیوادونه چي په سوريی کې د سولې او له تکفیری ډلو سره د مبارزي هوډ لري باید د ټولو هیوادونو ترمنځ سمه همغږۍ رامنځ ته کړي ترڅو نور دغي لاري ته د پای ټکې کیږدو او دغه ناسته هم نن د همدي موضوع لپاره جوړه شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *