سوريې لويديځ هيوادونه د سوريې حکومت وسله والو مخالفينو په کابو کولو کې پاتي ښودلي

سوريې لويديځ هيوادونه د سوريې حکومت وسله والو مخالفينو په کابو کولو کې پاتي ښودلي   ويلي يي دي د وسله والو خپل سريو په دي هيواد کي د پخلايني خبري له ماتي سره مخ کړې دي

په ورته حال کي د ملگرو ملتونو د بشر حقونو اداري ويلي په حلب کي ښکيلو اړخونو جنگي جنايت تر سره کړی دي

د روسیې دفاع وزیر سرگئي شايگو ویلي، د سوریې پخلاینې خبرو په پاتې راتلو کې اصلي ګرم لویدیځ هیوادونه دي، ده ویلي د سوریې دولت وسله وال مخالفین هره ورځ په حلب کې د ملکي کسانو په وژنو لاس پورې کوي او په داسې حالاتو کې د پخلاینې خبرو پیلیدل ناشونې دي.

سرگئي شايگو – ” وسله وال په حلب کې هره ورځ ملکي کسان وژني او هڅه کوي ترڅو له ملکی کسانو سره د مرستې لارې بندې کړي آیا دا هماغه وسله والې ډلې دي چې ټاکل شوې له مونږ سره خبرې وکړي؟ په سوریه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره باید هر اړخیز ګامونه پورته کړل شي او باید د مشارکت لپاره کوټلې ګاخمونه پورته کړل شي ځکه چې ترهګرې ډلې له دې ګټه پورته کوي.”

په ورته حال کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په یوه خبرې ناسته کې ویلي، په حلب کې ښکیل اړخونه په جنګي جنایت تورن شوي دي، دوی ویلي دا جنګي جنایت له دواړو اړخونو تر سره شوی دی، ددې آژآنس ویاندې راوینا شمداساني ویلي دواړو خواوو په حلب کې د ملکي کسانو په وژلو لاس پورې کړی دی. اوس مهال په دې ښار کې دوه سوه پنځه اویا کسان بند باتې دي او د هغه وسله والو له لوري د حلب ختیځ ته بیول شوي کوم چې له دولت سره په نښته بوخت دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *