د کندهار په غورک سیمه کې ۳۲ سرتېري وژل شوي
د کندهار په غورک سیمه کې ۳۲ سرتېري وژل شوي
دوې ورځې مخکې د غورک ولسوالۍ د اخوندو په سیمه کې د ملي اردو ۳۲ سرتېري له اوږدې کلابندۍ وروسته وسله والو نیولي او بیا يي په وژلي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د پېښې پخلی کوي، خو وايي، چې په دې پېښه کې ۲۲ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چي ۸ یې وژل شوي او۱۴ نور یې ټپیان شوي دي.
د ده په خبره، ټپیان شوي سرتېرې دا مهال د کندهار په هوايي ډګر کې تر درملنې لاندې دي.
وسله والو طالبانو د یادې پېښې په اړه رسنیو ته په لېږل شوي ټلیفوني پیغام کې لیکلي، چې په یاده سیمه کې يې د ملي اردو تر ۵۰ زیات سرتېري وژلي او د دوو قرارګاوو مهمات يې هم له ځان سره وړي دي، خو د کندهار چارواکي بیا دا خبره نه مني.