ترکیه د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه د اروپا د معیار پروا نه لري
ترکیه د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه د اروپا د معیار پروا نه لري
د ترکیې صدراعظم بینالي یلدریم د سه شنبې په ورځ وویل ترکیه د اروپایي ټولنې له خوا د مطبوعاتو د آزادۍ په اړوند د ټاکلي معیار پروا نه لري.
ښاغلي یلدریم دغه څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې د دوشنبې په ورځ د اروپایي پارلمان رئیس مارتین شولتس د ترکیې د حکومت د یوې مخالفې ورځپاڼې د یو وتلي ژورنالیست په نیولو سخت انتقاد وکړ.
ښاغلي یلدریم په پارلمان کې د خپل واکمن گوند غړو ته په وینا کې وویل “وروره، مونږ ستا ” د حدودو” د ټاکلو پروا نه لرو. دا خلک دې چې حدود ټاکي. ستا حدود څه اهمیت لري”.
د ترکیې صدراعظم دا هم ویلي چې “مونږ د مطبوعاتو له آزادۍ سره ستونزه نه لرو، او دا هغه څه دي چې مونږ د اروپایي ټولنې له ملگرو سره پرې موافق نه یو”.
د هغه په وینا دوی تل د ترهگرۍ پر ضد زمونږ د اقداماتو په وړاندې د مطبوعاتو د آزادۍ خبره راوچتوي.
د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ د “کوم حریت” په نامه د حکومت د یوې مخالفې ورځپاڼې مدیر د جولایي د میاشتې د ناکامې کودتا د ملاتړ په تور ونیو.