د طالبانو دوو میاشتو بریدونو کې۳۰۲ ښونځي ویجاړ شوي او په لسګونه نورې ټول ګټې پروژې له منځه تللې دي

د طالبانو دوو میاشتو بریدونو کې۳۰۲ ښونځي ویجاړ شوي  او په لسګونه نورې ټول ګټې پروژې له منځه تللې دي

افغان حکومت واييٍ، جې دا زیانونه د افغانستان په یولسو ولایتونو کې خلکو او عامه تاسیساتو ته اوښتي دي.

افغان حکومت وايي، په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو په نتیجه کې دولت او عامو خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‌ حسین مرتضوي په کابل کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو په دغو بریدونو او وسله‌والو نښتو کې تر ټولو زیات زیان عامه تاسیساتو او د خلکو شخصي شتمنیو ته رسیدلی، چې په نتیجه کې یې ۲۱۴۹ میلیون افغانۍ عام ولس او دولت زیانمن شوی دی.

د ښاغلي مرتضوي په وینا په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان په یوولسو ولایتونه کې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله ۵۳۰۵ د استوګنې کورونه، ۱۸۱۸ دوکانونه، ۳۰۲ ښوونځي او ۴۲ روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال زیاته کړه، چې په دې موده کې شپږ لوی پلونه، ۱۷۰ پلچکونه، ۱۲۳ کیلومتر سړک، ۲۰۳ استنادي دیوالونه او ۲۹۳ د تیریدو ځایونه هم زیانمن شوي دي.

ښاغلي مرتضوي وویل “د افغانستان حکومت په خپل ټول توان او هغه بودیجه چې په واک کې لري، باید زیانمن شوي ځایونه بیا ورغوي او یا يې نوي جوړ کړي او له بلې خوا هغه زرګونه ښاریان چې د جګړو له امله بې‌ځایه شوي، په ښارونو او ولایتونو کې د هغوی د بیرته ځای پر ځای کولو او لیږدولو په برخه کې باید نقدي مرستې وکړي، چې دا چاره د افغانستان د خلکو او دولت پر اوږو باندې دروند بار دی”.

په تیرو دوو میاشتو کې وسله‌‌والو طالبانو په کندز، فراه، هلمند، ارزګان، ننګرهار، فاریاب، غزني، سرپل، پکتیا، بادغیس او بغلان ولایتونو کې ډله ایز بریدونه تر سره او له افغان ځواکونو سره یې دوامداره جګړې وکړې.

لا تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې د دغې ډلې له جنګیالیو څخه غوښتي وو، چې عام‌المنفعه تاسیساتو او خلکو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

همداشان د ولسمشر د ویاند مرستیال وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ له امله د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په برخه کې هماهنګۍ په نتیجه کې ملکي تلفات کم شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *