An image grab taken from a propaganda video released on March 17, 2014 by the Islamic State of Iraq and the Levant (ISIL)'s al-Furqan Media allegedly shows ISIL fighters raising their weapons as they stand on a vehicle mounted with the trademark Jihadists flag at an undisclosed location in the Anbar province. The jihadist Islamic State of Iraq and the Levant group has spearheaded a major offensive that began on June 9, 2014 and has since overrun all of Iraq's northern Nineveh province. AFP PHOTO / HO / AL-FURQAN MEDIA === RESTRICTED TO EDITORIAL USE - MANDATORY CREDIT "AFP PHOTO / HO / AL-FURQAN MEDIA" - NO MARKETING NO ADVERTISING CAMPAIGNS - DISTRIBUTED AS A SERVICE TO CLIENTS FROM ALTERNATIVE SOURCES, AFP IS NOT RESPONSIBLE FOR ANY DIGITAL ALTERATIONS TO THE PICTURE'S EDITORIAL CONTENT, DATE AND LOCATION WHICH CANNOT BE INDEPENDENTLY VERIFIED ===

داعش تورې بوړې ته د ننوتلو پلان لري

حاجي ظاهر قدیر وویل، حکومت د داعش ډلې فعالیتونه پټوي، خو په واقعیت کې په افغانستان کې د دغې ډلې فعالیت او نفوذ ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.

د ظاهر قدیر په خبره، که داعش ډله د هېواد په ختیځ کې توره بوړه ونیسي عملا به د خراسان خلافت جوړ کړي.

د ده پروینا، د شپې له خوا ناپېژانده چورلکې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې دوی ته خوراکي توکي او تجهزات کوزوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وايي، داعشي وسله والو ستراتیژیکه سیمه پچیراګام تر خپلې ولکې لاندې راوستي او هڅه کوي، چې تورې بوړې ته ځانونه داخل کړي.

خو سیاسي شنونکی وایي، په افغانستان کې داعش ډله دومره پياوړې نه ده، چې د خلافت بنسټ کېږدي.

د ده پرخبره، هغه کسان چې د داعش ډلې د پياوړ تيا خبرې کوي، له حکومت څخه د امتیاز اخیستو په لټه کې دي.

د کاوش پروینا داعش ډله اوسمهال د ځپلو او ماتې په حال کې ده. افغان دولت ته اوسمهال ستراتیژیک ګواښ طالبان دي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې داعشي وسله والو له شاوخوا دوه اونۍ راهیسې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او امنیتي چارواکي د هوايي ګوزارونو له لارې د دوی د ځپلو خبره کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *