په کوټه کې د وسله والو په برید کې د وژل شویو کسانو شمیره ٦١ کسانو ته ورسیده

په کوټه کې د پاکستان د پولېسو د روزلو په مرکز تره شپه ١١ بجي برېد وکړ او ېو گڼ شمیر د پولیسو روزنکې ېې برمته کړل. په دې برید کې ٦١ د پولېسو محصلېن او نور کسان مړه دی او ١٢٢ نور زخمېان شوي دي.

عېني شاهدانو او حکومتي مامورانو ووېل چې د پوځ کوماندوگانو د پولېسو تربېوي مرکز محاصره کړاو دواړو خواو ترمنځ سختې ډزې تبادله شوي دی.

د بلوچستان د صوبایی حکومت ویاند نورا لحق کاکړ ویلې چې برید پروخت شاه خوا ٢٥٠ د پولیسو په رونیز مرکز دننه و، چې زیاتره ېې راخلاص کړل شوي دی.

بلخوا د بلوچستان صوبي د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي بیا ویلې بریدگر د افغانستان څخه راغلي و او د لشگر جنگهوي فرقوي د ډلی کسان ول ، هغه زیاته کړه چې یو ترهگر د پولیسو په ډزو کې وژل شوي او دوه نورو ځانونو ته د چاویدونکې توکیو دلاري چاودنه ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *