داعش د کوټې د برید پړه پر غاړه اخستې

داعش د کوټې د برید پړه پر غاړه اخستې

داعش ادعا کړې چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې برید دوی کړی دی. د داعش اړوندې، اعماق، په ویب پاڼې کې د دریو کسانو تصویرونه خپاره شوي چې داعش وايي د کوټې بریدګر دي.

له دغو کسانو سره وسلې او ماشیڼ ګڼې لیدل کیږي، بریدګر د پولیسو د رونې یو مرکز په نښه کړی چې په کې ۶۱ تنه ووژل شول او ۱۲۰ نور ژوبل دي. ډېر وژل شوي او ژوبل شوي د مرکز روزونکي دي.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید غندلی دی او هغه یې د ترهګرو کار بللی دی.

ولسمشر غني په یوې اعلامیې کې ویلي چې ترهګرو یو وارې ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کینولي او دا چې تروریزم دین، مذهب او قوم نه پيژني. ښاغلي غني د همدغه برید په پلمه یو وارې بیا په سیمه ییزه او نړیواله کچه د تروریزم پر ضد د جدي او مشترګې مبارزې غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په یوې اعلامیې کې د برید د غندلو ترڅنګ ویلي چې امریکا به د پاکستان د حکومت او خلکو سره ولاړه وي، او په سیمه کې د تروریزم پر ضد مبارزې ته کلکه ژمنه ده.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم دا برید غندلی او هغه یې یو ډارن عمل بللی دی.

اخوا، د بلوچستان ایالت ویاند انور الحق کاکړ د افغانستان او هند استخبارات په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړل.

ښاغلي کاکړ  وویل چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښکاره کوي، چې بریدګر افغانان دي او له افغانستان نه یې لارښونه کېدله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *