امام خامنه اي د اسلامي نړۍ پر وړاندې د ټولو توطیو په هکله مالومات لري
امام خامنه اي د اسلامي نړۍ پر وړاندې د ټولو توطیو په هکله مالومات لري
مالکی د اسلامي ویښتیا په ناسته کې چې په بغداد کې په لاره اچول شوې وه، د اسلامي ویښتیا ناستې له تر سره کولو په هرکلي سره ویلي: زه د ایران اسلامي جمهوریت او امام خامنه اي ته په دې هکله چې د اسلامي نړۍ پر وړاندې د ټولو توطیو په کله مالومات لري مبارکي وایم.
د عراق ولسمشر مرستیال نوري مالکي له ایرانه په مننې سره د اسلامي نړۍ پر وړاندې دتوطیو د پیژند ګلوی په هکله چې آیت الله خامنه ایي لري وویل: امام خامنه اي داسلامي نړۍ پر وړاندې له ټولو توطیو خبر دی.
ده په دوام کې ټینګار کړی: په عراق کې د پردیو له لوري پروژو موخه د اسلام د څیرې د تخریب هڅې کوي.
مالکي زیاته کړې: مونږ په عراق کې له طایفه یې جګړې سره مخ یو چې په عراق کې د ټولو په مخه کې ستونزې رامنځ ته کوي.
د عراق ولسمشر مرستیال مالکي: د موصل عملیاتو نامه ته په کتو سره ویلي: د قادمون یا نینوی « نینوا مونږ در روان یو» مانا یې داده چې ای رقې، حلب او یمنه مونږ در روان یو.
د قانون دولت د ایتلاف ریس زیاته کړې چې تکفیري اندیښه هڅه کوي ترڅو په عراق کې طایفه یي جګړه وساتي.