د عراق له لومړي وزیر سره په لیدنه کې – ولایتي د عراق پر ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی دی

د عراق له لومړي وزیر سره په لیدنه کې – ولایتي د عراق پر ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی دی

د  عراق لومړي وزیر د پنجشنبه په ماښام د  اسلامي انقلاب مشر عالی مشاور علي اکبر ولایتي سره په بغداد کې ولیدل، په دې لیدنه کې له داعش د سیمې او لویديځو هیوادونو ملاتړ ته اشاره شوې ویل شوی دې هیوادونو دا فکر نه کاوه چې داعش به یوه ورځ ددوی لپاره هم په ګواښ بدل شي.

داسلامي ویښتیا لوی منشی دکتر علي اکبر ولایتي د پنجشنبه پّ ورځ د عراق له لومړي وزیر حیدرالعبادي سره لیدلي د سیمې پر مهمو پیښو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او موصل ښار د آزادۍ په هکله یې خبرې کړې دي.

العبادي په دې لیدنه کې هیله مندي څرګنده کړې چې پّ عراق کې د داعش پر وړاندې جګړه ژر پای ته ورسیږي ده زیاته کړې: دا یوه اړتیا ده چې د سیمې  هیوادونه پّ عراق کې د وروستۍ جګړې په پای ته رسیدو کې مرسته وکړي.

د عراق د لومړي وزیر د څرګندونو له مخې، د انقلاب لوی مشاور دکتر ولایتي او د اسلامي ویښتیا د عالی شورا ریس او د عراق له یوالي او وحدت څخه ملاتړ کړی دی.

دکتر ولایتي د  چهارشبنې ناوخته بغداد ته خپل سفر پیل  کړ او ددې هیواد له لومړي وزیر سره یې له لیدنې مخکې د عراق سیاسي بهیر یا ملي ایتلاف له ریس عمار حکیم او د اسلامی اعلی جرګی له مشر فواد معصوم او ولسمشر سره لیدلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *