په فراه کې ۱۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي

په فراه کې ۱۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د فراه ولایت پوځي چارواکي وايي، چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې په دغه ولایت کې ۱۳۸ وسله وال طالبان وژلي او ۶۶ نور يې ټپيان کړي دي.

د ۲۰۷ م ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال محي الدین غوري د یوې خبري ناستې په ترڅ کې زیاته کړه، چې دغه وسله وال طالبان د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي، ځمکني او توپ خانه يي عملیاتو په نتیجه کې په برنګتوت، شوراباد، ګنهکان، د فراه ښار په رج ، نوبهار او همدارنګه بکواه ولسوالیو کې وژل شوي دي.

د محي الدین غوري پر وینا، د دغو عملیاتو له امله د برنګتوت او شوراباد ولسوالیو ټول کلي پاک شوي دي.

په دغه خبري ناسته کې، چې د فراه سیمه ییز مسوولین هم ګډون درلود غوري زیاته کړه، چې د یاد ولایت د ښار شاوخوا ټولې سیمې له وسله والو پاکې شوي او په کلو کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات جریان لري.

دغه قوماندان زیاته کړه، چې ۶۷ تنه د فراه ښار په کلو د ځمکني عملیاتو له امله او ۷۱ نور يې د هوايي بریدونو له امله وژل شوي دي.

د دغو اجسادو انځورونه سلام وطندار ترلاسه کړي، خو د اصولو له مخې يې د نشر وړ نه بولي.

نوموړي زیاته کړه، چې په فراه کې د وسله والو طالبانو د تلفاتو شمیرې د زیاتېدو احتمالات شته.

د معلوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې په بکواه ولسوالۍ د مخدره موادو د تولید ۵ فابریکې او څو عراده موټرې هم تخریب شوي دي.

پوځي چارواکي وايي، چې په دغو بریدونو کې افغان ځواکونو ته د پام وړ تلفات نه دي اوښتي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *