هلمند کې ۶۶ وسله وال وژل شوي دي
هلمند کې ۶۶ وسله وال وژل شوي دي
هلمند کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ۶۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال تورن احمد شکيل تسل وويل، چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ساعتونو کې اوښتې ده.
نوموړي وويل، د لښکرګاه ښار اړوند سره ګودر او بشران سيمو کې د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قومندان نعيم په ګډون ۵۱ تنه وسله وال وژل شوي دي.
دغه راز نوموړي زياته کړه، تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو، د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په لکې سيمه کې د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات تر سره کړي، چې په پايله کې يې ۱۵وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ تنه يې ټپيان شوي او ۱۲عرادې وسايط يې هم له منځه وړل شوي دي.
تراوسه وسله والو طالبانو ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.