په يمن کي به له پنجشنبي ورځې څخه 72 اويا ساعته اوربند پلی شي

په يمن کي به له  پنجشنبي ورځې څخه ۷۲ اويا ساعته اوربند پلی شي  د يمن لپاره دملگرو ملتونو ځانگړي استازي ويلي ددي اوربند په هکله په يمن کي ټولو ښکيلو اړخونو په دي هکله ډاډ ورکړی دی

د یمن لپاره د ملګرو ملتونونو ځانګړي استازي له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، دا پلان به د اکتوبر میاشتې له نیمې شپې تر دوه اویا ساعتونو پیل شي او که چیرې پایله یې ښه  وه نو د غځیدو شونتیا یې هم لیدل کیږي. د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي ویلي: په دې اوربند سره به په یمن کې د وینې تویدني مخنیوی وشي او اړو کسانو ته د مرستو رسولو لاره به هواره شي.

مخکې له دې د یمن بیځایه شوي دولت بهرنیو چارو وزیر عبدالمالک مخلافي ویلي وو عبدربه منصور هادي له داسې دوه اویا ساعته اوربند سره هوکړه کړې چې غځیدل یې شونې وي.

په دې وروستیو کې پر اوربند په داسې حال کې هوکړه شوې چې له څه مودې راهیسې پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف له لوري هوایي بریدونو ته زور ورکړل شوی دی. له دې څخه وروستی برید د فاتحې پر مراسمو تر سره شو چې له امله یې د ډيریو ملکیانو په ګډون یو سل څلویښت کسان ووژل شول. دا په داسې حال کې ده چې عربستان وایي ددوی له لوري دا برید د ناسمو مالوماتو ورکولو له مخې تر سره شوی، عربستاني چارواکیو دا غمیزه ښودلې او د قربانیانو له کورنیو یې د بښنې غوښتنه کړې ده.

عادل الجبير – “پر یمن د هوایي برید له امله زمونږ څیړنې روانې دي. لومړنۍ پلټنې ددې ښکارندویي کوي چې دا برید د ناسمو استخباراتي مالوماتو له مخې تر سره شوی دی او ستونزه هم په هغه امر کې وه چې پّ دې هکله صادر شو. هو دا یوه غمیزه ده. خلکو ته د سم ځواب  او زیانمنو ته د غرامت ورکول زمونږ دنده ده.”

    له دې سره دوه ورځې وړاندې په یمن کې د انصارالله ویاند د خپلو خبرو په لړ کې ویلي وو، په دې هیواد کې به اوربند هغه مهال پلی شي کله چې د سعودي عربستان بریدونه پای ته ورسول شي او د یمنیانو کلابندې له منځه لاړه شي. د یمن جګړه دوه کلنۍ ته نږدې کیږي او تر اوسه ددې جګړې له امله له لسو زرو ډیر کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالی ته اړ شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *