د موصل ښار په عملياتو کې داعش ډير زیانونه ګاللي دي

د موصل ښار په عملياتو کې داعش ډير زیانونه ګاللي دي

د عراقي پوځ د پېشمرګه فرقې قومندان حسین یزدان پناه وویل، چې کردي ځواکونو د موصل ښار کې په ځانګړې توګه د حذر په سيمه کې عمليات روان دي.

یزدان پناه وايي، د حذر په سيمه کې د عملیاتو اساسي موخه د دې سیمې ازادۍ ده، چې د دې سيمې پاکولو وروسته به نورې سيمې هم پاکې کړي.

د يزدان پنا په وينا، پیشمرګه سرتېري به د موصل په مرکز کې په پوځي عملیاتو کې هم ګډون وکړي. اوس مهال دغه عمليات په برياليتوب سره دوام لري او داعش ته ېي ستر زیانونه رسولي دي.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ، چې د موصل د عملياتو کچه به پراخه شي او په نږدې راتلونکې کې به نوي جنګي کرښې هم خپل فعالیت پیل کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *