روسيه د جګړې دپاره چمتوالی نه نيسي

د روسيي وروستي عمل تحليل کړي او دې پائيلي ته رسيدلې،چې روسيه له لويديځ سره د جګړې دپاره چمتوالی نه نيسي. د مقالې د ليکوال په باور د مورچلونو،اکمالاتو، تدارکاتو او د توغنديزوسيستمونو ځای پرځای کېدلو په باب اوازي اوګنګوسي یا سياسي بيان دي او ياهم اعلانونه او پروپاګڼد دي او هغوی د پوځي شخړي په معنا نه دي. ليکوال وائي چې د جګړې د نږدې والې په باب دروسيي سياستوالو لوړې ويناوي بنسټ نه لري. ځکه دا خلک په رښتيا هم د اټومي تڼۍ څخه لرې پراته دې. خو د قانون تعديل چې تاسو ته اجازه درکوي د احتياط او جنګيدلي پرسونل راټول کړي. د جګړې دپيل کېدو سره هيڅ تړاو نه لري. حقيقت دادی چې داشرط يوازې په اضطراري موده کې لکه طبيعي آفاتو او يا په کورني اړودوړکې نافذ يږي. دامطلب ورځپاڼۍ ورکړی دي. په کاليننګراد(د بالتیک هیوادونو سره ګډه پوله لري) کې د روسيي د توغنديو ځای پر ځای کول جګړې ته دچمتوالی معنا نه لري. د روسيي د دفاع وزارت درسمي استازي تورنجنرال ايګور کناشينکوا د وينا له مخې يو “اسکندر-ام “دامريکائي کشفي سپوږمکۍ د الوتني لاندې په ځانګړې توګه نندارې ته وړاندې شوه او په ليننګراد کې د توغنديو ځای پر ځای کيدل دا د ځواکونو د روزنې لپاره د پلان شويو فعاليتونو يوه برخه وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *