د افغان پوځ په تیرو اوو میاشتو عملیاتو کې د داعش ۷۶۷ جنګیالي وژل شوي دي

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال برید جنرال محمد علي شجاعي وايي چې د روان لمریز کال په تېرو اوو میاشتو کې یې د ختیځو څلورو ولایتونو سربېره، په پنجشېر، کاپیسا او پروان ولایتونو کې څه د پاسه زر داعش او طالب جنګیالي وژلي دي.

هغه وايي” ددې کال له پیله تر اوسه۷۶۷ داعش جنګیالي وژل شوی او ۲۴۸زخمیان دي او همدا شان ۳۵ یې ژوندي نیول شوي دي. په دغه موده کې ۳۲۶وسله وال طالبان هموژل شوي،۵۵۰ زخمیان شوي او ۸۹ طالبان ژوندی نیول شوي دي.”

هغه وايي په دغه موده کې یې ټول ټال له ۷۰ډېر هوايي، ځمکني ګډ او ځانګړي عملیات کړي چې په هیڅ عملیاتو کې یې سرتیري تش لاس نه دي راستانه شوي.

ښاغلي شجاعي خبریالانو ته دا خبره هم وکړه چې په دغه موده کې ۷۰ حکومتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاتوي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ځپلو پسې یې د ننګرهار په کچه د شفق سېلاب په نوم د عملیاتو تازه لړۍ هم پیل کړې ده “ددغو عملیاتو په لړ کې د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې د اچین په ولسوالۍ کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي دي. په هغو سیمو کې چې داعش بیا ځلې مرکزونه جوړل له منځه وړي او د امنیتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *