د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اسټیفن ډیمستورا آلمان ته تللی

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اسټیفن ډیمستورا آلمان ته تللی   ترڅو د سوریې په هکله له لویدیځو هیوادونو سره خبرې وکړي. ټاکل شوې په دې ناسته کې د امريکا، بريتانيا، فرانسه او ايتاليا استازي ګډون وکړي، په هغه ناسته کې چې په برلین کې به تر سره شي. د آلمان بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ویلي: په دې ناسته کې به د روسیې پر وړاندې د امریکا او اروپا غبرګون پر مسله بحث وشي. په دې خبر پاڼه کې ویل شوي چې کیدای شې په دې ناسته کې پر روسیې د ډیرو بندیزونوپریکړه وشي. مخکې له دې هم د اوکراین په مسله کې لودیځو هیوادونو پر روسیې ځینې بندیزونه لګولي وو او داځل پر حلب د برید په غبرګون به پر روسیې د بندیزونو کچه لوړه شي. دا په داسې حال کې ده چې مسکو وایي د سوریې له دولت سره د ترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې په موخه مرسته کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *