اسرايلي رژيم زيتونه بيرۍ چي د غزي د کلابندي د ماتيدو په موخه استول شوي وو نيولي ده

اسرايلي رژيم زيتونه بيري چي د غزي د کلابندي د ماتيدو په موخه استول شوي وو نيولي ده   په ورته حال کي ددي رژيم خواکونو د جبل الراس سيمه په نشه کري ده

فلسطینیان د مدیترانې په سمندرې څنډو کې سره را ټول شوي ترڅو له فلسطین څخه د ملاتړو له بیړیو هرکلی وکړي. خو اسرایلي سرتیرو دا بیړۍ چې د غزې د کلابندی ماتې په موخه ور استول شوې وه نیولې ده.

په زیتونه بیړۍ کې فعالین وایي، اسرایلي جنګي بیړۍ ددوی د بیړۍ د نیولو په موخه کلابنده کړې ده.

ادهم ابوسليمه – “په دې سیمه کې د اسرایلو جنګي بیړیو تګ راتګ د غزې کلابندی د ماتولو په موخه د استول شوې بیړۍ نیولو په موخه وو. دې بیړۍ هالندي هویت او بیرغ درلود هغه څه چې رامنځ ته شوې ترهګري او سمندري غلان او د نړیوالو قوانینو پر خلاف ده. دا هغه جنایت دی چې د غزې د دیارلسو میرمنو پر وړاندې تر سره شوی دی او مونږ له یو نیم ساعت راهیسې له دوی څخه هیڅ ډول مالومات نلرو او له دوی سره زمونږ اړیکې پرې شوې دي.”

د غزې د کلابندۍ نړیوالې کمیټې ریس زاهرا بیراوي له اړوندونو ټولو هیوادونو څخه غوښتي ترڅو پر دې بیړۍ د اسرایلي سرتیرو او د ماوي مرمره بیړۍ په ډول له چلنده مخنیوی وکړي.

اسرایلي رژیم په دوه زره دولسم کال کې د غزې د آزادی پر کاروان چې شپږ بیړۍ وې او شپږ سوه درې شپیته د بشر حقونو فعالین یې درلودل ااو د اوه دیرشو هیوادونو غړي وو په آزادو اوبو کې تر برید لاندې راوستل چې په لړ کې یې شپیته فعالین ټپیان او د ترکیې نهه تنه اوسیدونکي ووژل شول.

په ورته حال کې اسرایلي رژیم د غزې په الزیتوب سیمه د اتلسو توغندیو برید کړی او سپینې ماڼۍ دا بریدونه غندلي دي.

جاش ارنست – “دا کړنې به د سولې خبرې له خنډونو سره مخ کړي او د د واړو خواوو ترمنځ د سولې هڅې به له ستونزو او خنډونو سره مخ شي».

په دې وروستیو اونیو کې اسرایلي الوتکو څو ځله د اغزې بیلا بیلې برخې په نښه کړې دي. د اسرایلي رژیم لومړي وزیر بن یامین نتنیاهو په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی که چیرې له غزې څخه یو توغندی هم ددوی په لور وتوغول شي نو ددوی جنګي الوتکې پر غزه بی شمیره توغندي وتوغوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *