په کویټه کې د مساپرو پر یوه بس د ډزو له امله څلور میرمنې وژل شوي دي

په کویټه کې د مساپرو پر یوه بس د ډزو له امله څلور میرمنې وژل شوي دي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ستر ښار کوټه کې د سه شنبې په ماښام پر یوه بس ډوله موټر برید شوی چې پکې څلور مېرمنې پکې وژل شوې دي.

ددغه ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي ویلي، دا پېښه د ښار پر کریاني سړک شوې، چې د ولسي وګړیو یو بس ډوله موټر په نخښه شوی دی.

د بوګټي په خبره نامعلومه وسلوالو پر دغه بس ډزي کړې دي، چې پکې څلور مېرمنې وژل شوې، یوه بله مېرمن او یو نارینه ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، ټول وژل شوي او نارینه هزاره توکمه مسلکه و او له همدې امله په نخښه شوي دي. په بلوچستان ایالت کې له مودې راهیسې مسلکه هزاره ګان د سني وسلوالو ډلو لخوا په نخښه کېږي، چې ننی برید تر اوږدې مودې امنيت وروسته پرې شوی دی.

د وژل شويو مېرمنو مړي او ټپیان يې تر پېښې وروسته د کوټې بولان نومي روغتون ته لېږدولي او هلته ملېشه ځواکونو د امنیت کلک تدابیر نیولي دي.

ددغې پېښې ځينې عیني شاهدانو ویلي، په دغه بس کې لږ تر لږه نهه مېرمنو سفر کاوو، خو وسلوالو یواځې مېرمنې په نخښه کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *