هند کې د لسګونه زره کسانو له لوري پټه خوله لاریون

هند کې د لسګونه زره کسانو له لوري پټه خوله لاریون

تېرې یوې نیمې میاشتې مودې کې د هند مهاراشټر ایالت کې زرګونه پټه خوله لاریونیان لیدل کېږي، چې کله هېڅ مشر نه لري او کله یې ښځې مشري کوي، خو مسلکي کسان او بزګران په کې څنګ په څنګ نه لیدل کېږي.

یو شنونکی وايي هند د دغو پټه خوله لاریونیانو پر غږ غوږونه نه شي کڼولی. دغه لاریونیان مرهټه توکمه دي، چې د هند تر ټولو ویاړمن او ځانخوښی توکم بلل کېږي.

ډېری دغه کسان بزګران دي او د مهاراشټر ایالت یو دریېمه برخه نفوس جوړوي.

د هند فلمي صنعت مرکز ( بالیووډ ) هم په همدغه ایالت کې دی، بل پلو په کې ګڼې کارخانې او کرنیز فارمونه هم شته، خو دې سره یې هم ځینو سیمو کې سخته بیوزلې لیدل کېږي.

د مهاراشټر پټه خوله لاریونونه جولای میاشت کې هغه مهال پیل شول، چې د ‘دلت’ توکم، چې د ټیټ ټولنیز حیثیت څښتن توکم بلل کېږي دریو نارینه وو پر یوې مرهټه توکمه نجلۍ جنسي تېری وکړ. د مهاراشټر پټه خوله لاریونونه جولای میاشت کې پیل شول

وروسته د لاریونیانو په غوښتنو کې په دولتي دندو کې د ونډې زیاتوالی او د هغه ۲۷ کلن قانون لغو کول هم شامل شوو، چې له مخې یې قبایلي او دلت کسان له توکمیز خوندیتوبه برخمن دي. له دغه ډول ۲۰ لاریونونو وروسته به د اکتوبر پای کې احتجاج کونکي د ایالتي مرکز ممبۍ پر لور وخوځيږي.

ویل کېږي په هغه لاریون کې به ۱۰ میلیونه کسان ګډون وکړي، چې د هند د تاریخ تر ټولو لوی احتجاجي لاریون به وي. مرهټه توکمه کسان شکایت کوي، چې د قبایلي او دلت اوسېدونکو د توکمیز قانون په پلمه دوی په لوی لاس په نښه کېږي او په جعلي توګه محاکمه کېږي.

د دغه توکم یو شکایت دا هم دی، چې وايي په دولتي دندو کې له دوی سره تبعیضي چلند کېږي او د ګڼ مېشتو ښاري سیمو د پراختیا له کبله د دوی کروندې له منځه ځي.

دوی وايي د دغه سسټم له کبله د ټيټ حیثیته توکم کسانو ته ګټه رسېدلې، خو وايي تر نوور توکمنو پورې د دغه سسټم غزولو له کبله ستونزې رامنځته کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *