د بلجيم په پلازمينه کي د بروکسل ناسته پيل شوې ده

د بلجيم په پلازمينه کي د بروکسل ناسته پيل شوې ده په دي ناسته کي د ملگرو ملتونو لوی منشي بانکي مون ويلي دا سازمان چمتو دی ترڅو له افغانانو او نړيوالې ټولنې سره د افغانانو د ښه ژوندانه لپاره کار وکړي له دي سره د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم په افغانستان کي لاسته راورنو ته نغوته کړې او د هيواد لپاره يي بهرني مرستي حياتي ښودلې دي

په دې ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې د افغان ماشومانو بیوځلي او د سختو کارونو تر سره کول لویه ستونزه ښودلې ویلي یې دي نهه دیرش سلنه افغانان ډیر لږ عواید لري.

دوی دافغان حکومت د لاسته راوړنو یادونه وکړه وویل اوس مهال د ستونزو د هواری هڅې روانې دي او شایسته سالاري د حکومت له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي. ولسمشر د حکومت مدیریت په کچه مشری ته په نغوتې سره ویلي دا ظرفیتونه په ښه توګه کولای شي پروژې پر مخ بوځي.

له دې سره دوی په هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې یادونه کړې ویلي یې دي اوس مهال د هیواد په پنځه لسو ولایتونوو کې له ترهګرو سره مبارزه روانه ده ښاغلي غني د ښځو په چارو کې پرمختګ ښه ارزولی او تیر کلونه یې په دې برخه کې تاریخ جوړونکي ښودلي دي.

بله خوا په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو لوی منشي په افغانستان کې له رامنځ ته شویو سمونونو ستاینه کړې او دا یې د پرمختګ لپاره مهم ګام ښودلی دی. له دې سره ده ویلي په افغانستان کې د سولې او امنیت د رامڼځ ته کولو په برخه کې ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې سره همکاریو ته چمتو دي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم دې ناستې ته په خپله وینا کې په هیواد کې پرمختګونو او مالیاتو ډیرښت ته په نغوتې سره ویلي، د ملي یوالي حکومت د سمون لپاره ډير مهم ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي رباني په ټولنیزه برخه کې د میرمنو لپاره پورته شویو ګامونو یادونه کړې ویلي یې دي څو کاله وړاندې په افغانستان کې په ټيټه کچه ښځینه زدکونکو شتون درلود خو اوس په میلیونونه نجونې له هلکانو سره په زدکړو بوختې دي. له دې سره دوی له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی ویلي یې دي ترهګر به په افغانستان کې خپلو موخو ته ونه رسیږي او دا هیواد به خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.

له دې سره د اروپآیي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني هم د افغانستان لپاره ددې ټولنې پر نوي پلان ټینګار کړی ویلي یې دي اوسنۍ افغانستان له پنځه کاله مخکې له افغانستان سره د پرتلې وړ ندی. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې د افغانستان پر مهم جغرافیې ټینګار کړی ویلي یې دي افغانستان کولای شي په یوه مهم ا قتصادي مرکز بدل شي. دې په افغانستان کې سوله او امنیت د بروکسل ناستې اصلي موخه ښودلې ده.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *