ترکیې بې پیلوټه الوتکه آزمویلې ده

ترکیې بې پیلوټه الوتکه آزمویلې ده

ترکيي د لومړۍ ځل دپاره خپله جوړه شوي بې پیلوټه ضربتي الوتکه “Anka- S “. تجربه کړه. دغه بې پيلوټې الوتکې دوه ساعته پرواز وکړ. چې له هغې جملې ۳۰ دقيقي په هوا کې په اتومات حالت کې وه. د ترکيه دفاعي صنعت لومړۍ بې پيلوټه الوتکه د « Anka»کشفي الوتکې د پروژي پر اساس جوړه شوي ده. ددغې الوتکې د وزر وسعت ۱۷.۳ متر ه دي. او اوږدوالی ئي اته متره دي. د بې پيلوته الوتکې د ليري واټن د فعاليت ساحه تر ۲۰۰ کيلومترو پورې دي. ددغې الوتکې جوړونکې وائي چې دغه الوتکه تر ۲۰۰ کيلوګرام پورې بار انتقالولای شي. د “Anka-S” بې پيلوتې الوتکې وسله د هوا څخه ځمکې ته نوی توغندی “Bozok دي چې د ترکيي کمپنۍ Tubitak SAGE” لخوا جوړ شوی دي. هغه د لايزر په رهبري شوی سيستم سنبال دي. دغه توغندی ۱۶ کيلوګرامه وزن لري او د ۶ کيلومتر په واټن د هدف د له منځه وړلو توان لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *