روسیې له امریکا سره د پلوټونیم هوکړه څنډولې
روسیې له امریکا سره د پلوټونیم هوکړه څنډولې
د روسیې او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ اړیکي مخ پر خړ پړ کېدو دي او په دې لړ کې روسیې د دواړو هېوادونو تر منځ د وسلو جوګه اضافي پلوټونیم شنډولو هوکړه لغو کړې ده. د ولسمشر پوتین په یوه امر کې پر امریکا تور پورې شوی، چې ‘ د ملګرتیا نه کولو ځینې اقداماتو له کبله یې ستراتیژیک ټیکاو ته ګواښ رامنځته شوی دی.’
مسکو دغه راز د امریکا لپاره د هوکړې له بیا تایید مخکې شرطونه ایښي دي.
د ۲۰۰۰ م کال د هوکړې له مخې دواړه لوريو باید تر ۳۴ ټنو پورې پلوټونیم په بټیو کې سوځلي وای. دا د اتومي ځواک لږولو بهیر یوه برخه ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت به وینا ۶۸ ټنه ګډو پلوټونیم د اټکل شویو ۱۷۰۰۰ اتومي وسلو لپاره بسنه کوي.
دواړو لوریو ۲۰۱۰ کال کې دغه هوکړه دویم ځلي تایید کړه.
د دوشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر له لوري د روسیې حکومت نه د امنیت خوندي کولو لپاره د اړینو اقداماتو غوښتنه شوې.
اپریل کې ولسمشر پوتین ویلي و، چې امریکا د پلوټونیمو له منځه وړلو برخه کې خپل مسوولیت نه دی تر سره کړی.
۲۰۱۴ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې د اوکراین ختیځ کې له بیلتون پالو سره د مرستې او له هغه وروسته، چې مسکو د اوکرایین سویل کې د کریمیا سیمه په خپله خاوره پورې وتړله پر مسکو بندیزونه ولګول.