له اسلام آباد څخه د ادریس په نامه یوتن د سعودی عربستان دفاع وزیر سلاکار ته لیکلي دي

له اسلام آباد څخه د ادریس په نامه یوتن د سعودی عربستان دفاع وزیر سلاکار ته لیکلي دي.

ښاغلي سرتیپ احمد العسیری

د سعودی عربستان دفاع وزیر سلاکار

اسلام علیکم ورحمه…

په مستقیمه توګه اصلې موضوع ته رازو ، په عربی وهیواد کې دامهال د زمونږ د وروڼو حالت او همدا راز هغه ستونزي چی سعودی عربستان یي له خپلو مخالفینو سره لري ما سخت زوروي، ښاغلی سرتیپ صیب یواځی د یادوني لپاره تاسو ته ویلي شم، عربستان تل له دی وړاندی او نن په پاکستان کې اسلام پاله ډلو لکه (جماعه الدعوه) او (جمعیه علما اسلام) ډلو څخه ملاتړ او پانګونه کړي چی دا ډلی انسانی کرامت لرونکې دي او خپل چریکي زده کړي یی هم ترسره کړي دي.

دجماعه الدعوه ډله په دي توانیدلي هند هغه هیواد چی له سعودی عربستان څخه هم خورا ډیر نفوس لري په پښوکینوي، نو ولي سعودی عربستان نه غواړي چی له دي ډلی څخه ګټه پورته کړي؟ یاده ډله په پاکستان کې ډیر زده کړه ایز مرکزونه لري چی له دي خبري ټول پوه دي.

بله خبر .. له یاده باید ونه باسی چی دامهال د پاکستان ۹۰ سلنه اوسیدونکې سونیان او پاتی نور د دوی مخالف ډلی څخه دي، نو له دي مخي سعودی عربستان باید ډاډه اوسي چی هیڅ کله به هم د دوی له لوري سعودی عربستان ته کومه ضربه ونه رسیږی.خو د خلیجیانو ستونزه داده چی له دی وړاندی د سپتامبر ۱۱ نیټي څخه وروسته یی مونږ یواځی پريښودو او ایران هم له همدی موقع څخه د ځان په ګټه پورته کړه .ښاغلی سرتیپ صیب دا په یاد لري چی پاکستان به په دومره آسانی سره ونه غواړي ترڅو خپل اتم بم عربستان په واک کې ورکړي ځکه پاکستان دامهال جهانیانو سره د مبارزی وړتیا نلري.

ولي لویدیز وال د پاکستان زراد خانه په اړه خبري کوي؟ ښه خبر او لومړي لار داده چی تاسو خپله د اتومی وسلو کارپوهان راټول او د دي صلاح جوړولوچاري پیل کړي.

بله خبر … اجازه مه ورکوي ایران افغانستان په غیږکې ونیسی ځکه ایران تل هڅه کوي ډیری افغانان چی دامهال سنی دي شعیه مذهب ته واړوي په داسي حال کې چی دامهال ۱۰ سلنه افغانان شعیه مذهب دي ښاغلي سرتیپ صیب اجازه مه ورکوي چی د افغانستان حالت هم د عراق په شان او له منځه ولاړ شي.

ایران دامهال په افغانستان کې د یوشمیر رسنیو مدرسو او دینی عالمانو شوراګانو واک په لاس لری چی همدا راز یي په پاکستان کي هم پر یوشمیر رسنیو اختیار ترلاسه کړي دي، بنده په دي ښه پوهیګم چی تاسو ورځنیو بدلونونو څخه خبریاست خوبیا می هم تاسو څخه هیله ده هغه ټکې می چی پورته یاد کړي یوه کتنه پری وکړي.

له الله تعالي څخه غواړم چی الله پاک دی زمونږ وروڼه په خلیج او عربی هیوادونو کې د دښمنانو مکارږیو څخه وژغوري.

ستاسو پلوي، ادریس له اسلام آباد څخه

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *