د ولسمشر په مشری افغاني پلاوي بروکسل ته سفر کړی دی

د ولسمشر په مشری افغاني پلاوي بروکسل ته سفر کړی دی. د ماليې وزير له دي سفره مخکي ويلي افغان لوری به په دي ناسته کي له نړيوالې ټولنې د همکاری غوښتنه وکړي ده زياته کړې ددي ناستي په لړ کي به ښاغلی غني دوه څنډه ايزې غونډې هم ولري

نړیواله ټولنه د سه شنبه په ورځ له افغانستان سره د مرستو د دوام په موخه د بروکسل ناسته په لاره اچوي او د ښاغلي غني په مشرۍ افغاني لوړ پوړي پلاوې هم نن په دې ناسته کې د ګډون په موخه د بروکسل په لور خوځیدلی دی.

افغان لوری به په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې څخه د مرستو د دوام غوښتنه وکړي. د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ویلي: دوی په دې تمه دي چې په دې ناسته کې به نړیواله ټولنه تر دوه زره څلور ویشتم کاله له افغانستانه خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.

افغانستان په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې د لا ډيرو مرستو غوښتنه کوي چې تر اوسه د ملي یوالي حکومت مشران د ټاکنیز سیستم د سمون، د برښنایي پیژند پاڼو د ویش او ځینو نورو برخو کې ډير اختلافات لري.

خو ښاغلي حکیمي ویلي، اختلافات د نړۍ په ټولو نظامونو کې شتون لري او دا یوه طبعي خبره ده

ټاکل شوې د بروکسل ناستې په څنډو کې ښآغلی غني به دوه نور غونډې هم ولري، د مالیې وزیر په وینا، په دې ناستو کې به ولسمشر د نړیوالې ټولنې له مشرانو سره د افغاني ښځو د وړتیا د لوړولو او ددوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هکله خبرې وکړي له دی سره دوی ویلي ښاغلی غني به یوه بله ناسته په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هکله ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *