د عربستان سفیر: عربستان د فتح الله ګولن منلو ته چمتو دی

د عربستان سفیر: عربستان د فتح الله ګولن منلو ته چمتو دی

د را رسیدلو ریپوټونو له مخې، په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفیر، عبدالله بین فیصل د ترکیې دولت له مخالف ګولن سره لیدلي دي او له ده څخه یې د ترکیې او امریکا په  خوښه د خپل هیواد له کوربه توب څخه خبر ورکړی دی.

دې ترکي روحاني ته نږدې سرچینو چې په تبعید کې ژوند کوي او د امریکا په واشنګټن کې شپې ورځې تیروي، واشنګټن پوست ته ویلي: چې د عربستان سفیر او ګولن په یوه تفریحي هوتل کې چې په هریسبرګ ښار کې دی له یوه بل سره لیدلي دي. دې دواړو په منځني ختیڅ کې د حالاتو او دې سیمې ته د سولې او امنیت په هکله خبرې  کړي دي.

دې سرچینې چې نه یې د غوښتي نوم یې واخستل شي ویلي، په دې لیدنه کې د سعودي عربستان سفیر دده لپاره کوربه توب ته چمتوالی ښودلی دی خو ده ویلي دا به هغه مهال وشي کله چې پّ دې هکله ترکیه او د امریکا دولت  هوکړه ووکړي. د ترکیې دولت د ګولن په نامه سازمان تورن کړی چې په ترکیه کې د اردوغان پر وړاندې په کودتا لاس پورې کړی دی خو دې سازمان تر اوسه دا نده منلې چې پّ دې کودتا کې دوی لاس درلود.

په ورته حال کې عبدالله بن فیصل ویلي دوی هڅه کوي ترڅو په ډې هکله د ترکیې او امریکا خوښه تر لاسه کړي خو دې ټکې ته یې پام نه وو چې د ترکیې دولت دوی ته د ګولن د سپارلو غوښتنه کوي نه دا چې دی باید یواځې له امریکا څخه ویستل شي.

د امریکا بهرنیو چراو وزیر جان کري د جولای میاشتې په شپآړسمه نیټه ویلي وو که چیرې ترکیې د ګولن په هکله داسې اسناد وړاندې کړي چې په کودتا کې دګولن تورنیږي نو د ترکیې دې غوښتنې ته به د منلو ځواب ورکړل شي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *