د فلسطين مشر له اسرايلو سره په مسکو کې د خبرو مخالفت کړی دی

د فلسطين مشر له اسرايلو سره په مسکو کې د خبرو مخالفت کړی دی خو د حماس سياسي دفتر په دي غبرگون ويلي: چي دوی اوس هم د فلسطين د مسلي په تراو ژمن دي او د فلسطين اصلي جوهر د بيت المقدس مسله، زمونز مقدسات، بشپره آزادي، د فلسطينيانو بيرته راگرځيدل او د ټولو فلسطيني نيول شويو کسانو خوشي کول ده

په عمان کې د حماس ډلې سیاسي دفتر ریس خالد مشعل، فلسطینیانو ته په اردن یا هره بله سیمه کې د ځای له ورکولو سره مخالفت څرګندن کړی ویلي یې دي: مونږ سیاسي کسان یو او مونږ داسې د یوه سیاست هڅه کوو چې پر ثابتو اوصولو ولاړ وي. د فلسطینی ادارې مشر محمود عباس هم اوس مهال له خبرو سره مخالفت کړی خو له دې سره یې ویلي چې خبرې د ستونزو د هوای یواځینی لاره ده.

محمودعباس: “تیره ورځ په اورشلیم کې د پوتین استازی او نتنیاهو ترمنځ خبرې شوي دي او په دې خبرو کې د فلسطین او اسرایلو ترمنځ د خبرو په هلکه بحث شوی دی، که څه هم د نیټې په هکله یې څه ندي ویل شوي خو اوس مهال ددې خبرو وخت ندی، له دې سره د ستونزو د هواری یواځينی لاره خبرې ده او په دې سره په سیمه کې امنیت رامنځ ته کیدای شي.”

خو خالد مشعل له دې سره چې حماس له فتح غورځنګ او نور دلو سره په خبرو کې پرمختګ غواړي ویلي: له ټل آویو سره زمونږ مبارزه په څلورو برخو ولاړه ده، چې د ځواک او قدرت را ټولیدل، د فلسطینیانو ترمنځ یوالی، ویشلتیا ته د پای ټکي ایښودولو او پر ځیرک سیاست تکیه کول دي.

له دې سره، فلسطني مدني فعالینو په هالند کې د اسرایلو لومړي وزیر له سفر مخکې، دی یو جنایتکاره ښودلی چې باید په لاهه کې محاکمه شي. په هالند کې لاریون کونکو د نتنیاهو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

عمر: « زه دلته راغلی یم ترڅو د اسرایلو لومړي وزیر د جنایاتو په هکله له فلسطنیانو ملاتړ وکړم نتنیاهو هغه کس دی چی د ماشومانو کورونه یې وران کړي او په لسګونه زره ملکي کسان یې وژلي دي هغه څه چې دده او دده د حکومت له لوري تر سره کیږي عادالانه ندي.”

مخکې له دې هم د هالند پخواني لومړي وزیر ویلي وو چې یو جنایت کاره هالند ته راځي. ده زیاته کړې: د فلسطین پّ نیول شویو سیمو کې د کورنو رغاونه د نړیوال جنایي محکمې او نورو قوانینو پر خلاف ګام پورته کونه ده او دا یو جنایت دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *