د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نبيل رجب نيول غندلي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نبيل رجب نيول غندلي او تر نژدي راتلونکي يي دده د خوشي کولو غوشتنه کري ده

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارک تونر د نبیل رجب پر نیول کیدو اندیښنه ښودلې او دده پر وړاندې یې د حکومت له لوري د نیو چلوټو رامنځ ته کولو غندلي دي. ده د بحرین له حکومته غوښتي ترڅو نومه وړی خوشي کړي.

مارک تونر: ” مونږ په بحرین کې د بشر حقونو او په ځآنګړې توګه د نبیل رجب په نیول کیدو خواشیني یو او مونږ به ددې مسایلو په هکله د بحرین له حکومت سره خبرو ته دوام ورکړي.”

دا څرګندونې دوه ورځې وروسته له هغه دي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په بحرن کې د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د نبیل رجب د نیول کیدو په تړاو ځینې مطالب خپاره کړل او ویل شوي وو چې د شمالیه ولایت څارنوالۍ په دې هکله څیړنې پیل کړې دي.

له دې سره چې څارنوالی د تورن کس نوم ندی په داګه کړی، خو بحریني فعالیان وایي چې دا څارنه نبیل رجب اړوند ده. په داسې حال کې د بحرین فعالینو ویلي چې له دې ورځپاڼې سره هیڅ ډول اړیکې نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *