یمني برکانونو د سعودي عربستان پوځي معادلات له منځه وړي دي

د یمنیانو له لوري دسعودي په خاوره کې داتو سوو په ژوروالي د توغندیو توغول

د یمن د پوځ د ولسمشرۍ ماڼۍ د ګارد ځواکونو دبرکان یو په نامه بالستیک ډوله نوي توغندي د عربستان په اوه سوه کیلومترۍ کې دنفتو درلودونکي سیمې د توغندیو برید کړی دی.

د یمنیانو دا پرمختګ چې دا ډول توغنديیې تر لاسه کړي، کولای شي د جګړې لورې ته بدلون ورکړي او اوس سعودي عربستان د یمني توغندیو له لوري په نښه کیدای شي او یمنیان چې هر وخت وغواړي کولای شي د ریاض په لور د برکان توغندي واستوي.

د یمني رسنیو د ریپوټونو له مخې د برکان یو بالستیک ډوله توغندي په بشپړه توګه د یمني مهندسانو له لوري جوړ شوي دي.

د پوځي متخصصانو د اعلان له مخې، دا یمني توغندي اسکاد ډوله دي چې له اته سوه کیلو متره لرې واټن په نښه کولای شي.

د برکان لومړي توغندي په توغیدو سره، یو شمیر عربي کارپوهان ددې توغندي له سرعت څخه داسې تعجب شول چې فکر یې کاوه چې د کاڼې یو شهاب به وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *