د مسلمانانو لپاره د حج مراسم، د خلایق په سترګو کې د ویاړ موسم وي

بسم‌اللّه‌الرّحمن‌الرّحیم

و الحمدلله ربّ العالمین و صلّی الله علی سیّدنا محمّدٍ و آله الطّیّبین و صحبه المنتجبین و من تبعهم باحسانٍ الی یوم الدّین.

 د نړۍ مسلمانو وروڼو او خویندو!

د مسلمانانو لپاره د حج مراسم، د خلایق په سترګو کې د ویاړ موسم وي او د خالد لپاره د زړه نورانیت، خشوع او ابتهال موسم دي.

حج، قدسي، دونیوي، خدایي او ولسي فریضه ده، ددې فرمان له مخې «فَاذکُرُوا اللّهَ کَذِکرِکُم ءابآءَکُم اَو اَشَدَّ ذِکرًا» و «وَ اذکُرُوا اللّهَ فی اَیّامٍ مَعدوداتٍ» او د خطاب له لوري «اَلَّذی جَعَلناهُ لِلنّاسِ سَوآءَنِ العاکِفُ فیهِ وَالباد»(۴) نه پای ته رسیدونکي اړخونه او بدلونونه په ډاګه کوي.

په دې بیساري فریضه کې، د زمان او مکان امنیت دستورو په څير روښانه او ښکاره ډول د انسانانو زړونو ته آرامښت وربښي او حاجي دناامني د عواملو له کلابندی، چې د ستمګرانو سلطه تل بشر ګواښي او له ګواښ سره یې مخ کړی وي. حاجي له دې مسایلو وځي او په ټاکلې وخت سره ځآنګړی لذت ور په برخه کوي.

ابراهیمي حج چې اسلام مسلمانانو ته ور په برخه کړی، د عزت، معنویت، وحدت شوکوې، د اسلامي امت لویوالی او اتکا د الهي لازیال په قدرت سره د دښمنانو او بد غوښتونکو په مخ باسي او ددوی واټن د فساد له منجلاتو، حقارت او استضعافي، چې زورواکانو او نړیوالو قدرتونو پر بشري ټولنې ټپلي، پیاوړي کوي. اسلامي او توحیدي حج، د «اَشِدّآءُ عَلَى الکُفّارِ رُحَمآءُ بَینَهُم» مظهر، له مشرکانو د برایت ځای او د مومنانو د الفت او یوالي ځای دی.

دوی چې یو زیارتي سفر د کینې او دښمنی له مخې د ایران له انقلابي او مسلمان ملت سره د حج د سیاسي کیدو تر نامه لاندې پټ کړي دي. هغه واړه او حقیر شیطان پلوي دي چې د لوی شیطان، امریکا، د مطامع له ګواښ سره مخ کیدو په هکله لړزیږي. د سعودي عربستان حکامو چې، په روان کال کې یې صد عن سبیل الله او الحرام المسجد د ایراني مومنو او غیورو حاجانو پر وړاندې محبوب ورونه ددوی پر مخ تړلي، هغه لارې ورکونکي دي، چې ځان ساتنه  خپل ظالمانه قدرت او دنړیوالو مستکبرانو څخه په دفاع، له صهیونیزم او امریکا کې ویني او ددوی هر ډول غوښتنو ته غاړه ایږدي او په دې لاره کې له هیڅ ډول خیانت څخه ډډه نکوي.

اوس مهال د حج په مراسمو کې له پیښې یو کال تیر شوی دی، له هغه پيښې چې له امله یې څو زره کسان د اختر په ورځ او د احرام په جامو کې تر لمرلاندې او په تندې سره په مظلومانه ډول له دې نړیه سترګې پټې کړې. له دې څخه موده وړاندې هم په الاحرام جومات کې یوې ډلې د عبادت پر مهال او د طواف په لړ کې له وینو سره لیت پیت شول.

سعودي عربستان په هر ډول پیښه کې ګرم دی، دا هغه څه دي چې ټول حاضرین، څارونکي او ځیړونکي پرې یو شانته نظر لري او ځینې کارپوهان وایي چې کیدای شي دا پیښه په لوی لاس رامنځ ته شوې وي، له دې سره په بیړې سره د هغه ټپیانو نه ژغورنه چې په وچو ژبو او د لوی ځښتن تعالی په عبادت سره یې سلګۍ وهلې د روغتیایي مسولینو له لوري ندي ژغورل شوي.

سعودي عربستان او قسی القلب کسانو مړه شوي کسان پ خوله پټو کانتینرونو کې ساتل او ددې پر ځای چې ددوی درملنه وکړي او دوی ته رسیدنه، په لوی لاس یې دوی د درد او یا تږې له امله په شهادت ورسول. څو زرو کسانو دنړۍ په بیلا بیلو برخو کې د خپل ژوند عزیزان له لاسه ورکړل او ولسونه په غم ککړ شول. په دې پیښه کې یو زر پنځه سوه ایرانیان له منځه لاړل چې تر اوسه یې کورنۍ پّ ویر کې شپې ورځي تیروي او ولسونه د غم په ټغر ناست دي.

سعودي عربستان ددې پر ځای چې په دې هکله یې خواشیني ښودلې وی اوپه دې هکله یې قضایي ګامونه پورته کړي وی، حتی د یوه څیړونکي پلاوي له ټاکلو یې هم ډډه وکړه، د تورن پر ځای د مدعي پر ځای ودرید او له ایران سره یې د خپلې پخواني دښمنۍنښې نښآنې دیوه اسلامي بیرغ تر لاندې څرګند کړ.

ددوی تبلیغات چې د ځینې مشرانو اړیکې چې له امریکا او صهیونیستي رژیم سره لري د نړیوالې ټولنې له نیوکو سره مخ شوې او حتی ځینې مشران یې چې د کتاب او سنت پر خلاف په ښکاره ګامونه پورته کوي، او په مطبوعاتي تبلیغاتو کې چې حتی ددوی د ویلو مخنیوی شونی نه بریښي بیځایه هځې کوي چې ایران د حج د مراسمو په پیښه کې ګرم وپیژني.

دسعودي عربستان مشران چې د تکفیري اوشر جوړونکو ډولو په سنبالښت سره اسلامي نړۍ له جګړې  او وژنو او دبیګناه کسانو له ټپي کولو سره مخ کړې، پّ یمن او عراق او شام او لیبیا او ځینې نورو هیوادوو کې د وینو ویالې بهولې، له خدایه بې خبرو مشرانو یې له اسرایلو سره لاسیو کړی دی او د فلسطینیانو پر وړاندې له ظلم او تیري څخه یې سترګې پټې کړې دي  او خپلو ظلمونو ته یې د بحرین تر کلیو وده وکړې ده، هغه کسانو چې د منا پیښه رامنځ ته کړې او د حرمین د خادمینو په نامه اود حرم حریم امن یې مات کړی او د خدای ج میلمانه یې داختر په ورځ په مناکې او مخکې له دې په مسجد الحرام کې قرباني کړل، اوس د حج مراسم له سیاست سره د نه تړلو هڅې کوي او نور پّ لویه ګناه چې کیدای شي ددوی له لوري تر سره کوي تورنوي.

دوی د قران کریم له مخې ویلي: وَ اِذا تَوَلّىٰ سَعىٰ فِی الاَرضِ لِیُفسِدَ فیها وَ یُهلِکَ الحَرثَ وَ النَّسلَ وَ اللّهُ لا یُحِبُّ الفَساد * وَ اِذا قیلَ لَهُ اتَّقِ اللّهَ اَخَذَتهُ العِزَّةُ بِالاِثمِ فَحَسبُه‌ُ جَهَنَّمُ وَ لَبِئسَ المِهاد

په روان کال کې هم د ریپوټونو له مخې، د ایران او یو شمیر نورو هیوادونو د حاجیانو شمیره ټیټه شوې او د امریکا او اسرایلي رژیم په غوښتنه محدودیتونه پرې لګیدلي دي او د الهي امنه سیمه یې د خلکو لپاره ناامنه کړې ده.

نړیواله ټولنه، د مسلمانو ملتونو او حکومتونه په ملتیا باید د سعودي عربستان مشران وپیژني او ددوی له لوري پورته شوي ناسم ګامونه پّ ښه توګه درک کړي، او د هغه کړنو لپآره چې دې هیواد په بیلابیلو هیوادونو کې تر سره کړې ددوی غاړه ونیسي، ددوی باید د الرحمان ضیوف اساسي فکري او د حرمین شرفین د مدیریت په تړاو دسعودي عربستان اساسي فکري کړنلارې وڅیړي. په دې دنده کې ناغیړي به د اسلامي امت راتلونکې له ډيریو ستونزو سره مخ کړي.

مسلمانو وروڼو او خویندو! په روان کال کې د حج په مراسمو کې د ایراني حاجیانو ځای تش دی، خو دوی د زړونو له لارې د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو څخه د مسلمانانو ترمنځ شتون لري او دوی دا دوعا کوي چې د سلام ترمنځ واټن رامنځ ته کونکي ونشي کولای دوی ته ورسیږي. خپل ایراني وروڼه او خویندې په خپلو عبادتونو او  دوعاوو کې یاد کړی. له اسلامي نړۍ څخه  مستکبرانو او صهیونیستانو او نورو کسانو د لاسونو د لنډیدو دوعاوې وکړی.

په دې سره د منا، مسجد الحرام شهیدانو چې د تیر کال په پیښو کې شهیدان شول او په مکه کې چې په ۶۶ کال کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ ددوی لپاره  بښنې او مغرفت  غوښتونکي یو او پاتې نورو مسلمانانو ته د دښمنانو له چلوټو د ساتنې او ددوی په چارو کې د دښمنانو د لاس د لنډیدو هیلې لرو.

و باللّه التّوفیق و علیه التُّکلان

سیّدعلی خامنه‌ای

د ذی‌القعده وروستی ۱۴۳۷

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *