په کابل کې د افغان ـ ايران گډ نندراتون پرانستل شو

په کابل کې د افغان ـ ايران گډ نندراتون پرانستل شو. په دې نندراتو کې ۹۰ افغان او ايراني شرکتونو خپل توليدي توکي نندارې ته وړاندې کړي دي

د اقتصاد وزير د دوارو هيوادونو اقتصادي راتلونکې روښانه ښودلی او د ايران د ولسمشر اقتصادي سلاکار د افغانستان د اقتصادي کيدو غوښتنه کړې ده

تر څلورو ورځو افغان او ایراني سوداګر خپل تولیدي توکي په دې نندراتون کې نندارې ته وړاندې کولای شي. په دې نندارتون کې د خوړو، نفتي، الکترونیکي، کرهنیزو، نساجی، کورني وسایلو، آرایشي، روغتیایي، د وینځلو، ښاري چوپړتیا، بانکولی اونورو برخو توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

د اقتصاد وزیر عبدالستار، ددې نندارتون په پرانست غونډه کې ایران ته د افغانستان د سوداکریزو توکیو صادرولو ته او له ایران څخه یې افغانستان ته د صادرونکو توکو سره په پرتله کولو، له ایرانه غوښتي ترڅو پر افغاني توکیو تعرفي بندې کړي.

د ایران د ولسمشر سلاکار اکبر تورکان د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د دواړو هیوادونو له سوداګرو یی وغوښتل ترځو د افغانستان د صنعتي کیدو لپاره د پآم وړ ګامونه پورته کړي.

افغان او ایرانی سوداګر او صنعت کاران ددی دول نندارتونونو پرانستل د دوواړو هیوادونو د توکیو د ور پیژندلو په برخه کې ګټور بولي.

دې ته په پاملرنې سره چې افغانستان د ایراني توکیو لپاره ښه بازار دی، په دې وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې مخ په ځوړ روانې دي، خو د چابهار بندر او د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ په غځیدو سره به په دې برخه کې د پام وړ بدلون راشي.

ایران افغانستان ته هر کال د یو اعشاریه اتو میلیاردو ډالرو په ارزښت صادرات لري خو بیا دې هیواد ته د افغانستان د صادراتو کچه پنځه څلویښت میلیونه ډالره ده چې دا ډيره ټیټه کچه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *