د سعودي عربستاان له لوري د خوشه یي بمونو په کارونو کې 105 یمنیان وژل شوي دي

د سعودي عربستاان له لوري د خوشه یي بمونو په کارونو کې ۱۰۵ یمنیان وژل شوي دي

د جینو د ناستې په لړ کې اعلان شوی: د سعودي عربستان جنګي الوتکو په تیر یوه کال کې د هوایي بریدونو له امله ۱۰۵ ملکي کسان وژل شوي دي.

د رویټرز تامسون بنسټ په خپله یوه ریپوټ کې “د خوشه یې بمونو پر وړاندې د نړیوال ائتلاف”  ته پّ نغوتي سره ویلي، دا ډول وسله چې هم په هوایي بریدونو کې کارول کیږي او هم په ځمکنیو بریدونو کې د کارولو وړتیا لري، له لومړنۍ چاودنې وروسته کوچوني کوچوني بمونه شنل کیږي او ډيره لویه سیمه تر پوښښ لاندې راولي.

ډيری وخت دا کوچوني بمونه په ځمکه کې پاتې کیږي او تر لاسه کیدل یې ستونزمن وي او کولای شي له نښتو ډیره موده ورسته د ماین په څير عمل وکړي او د ملکي کسانو د وژل کیدو لامل شي. له دې امله چې ددې ماینونو څیره د لوبو وسایلو ته ورته وي ډيری ځلې یې قربانیان ماشومان وي او ماشومان د مرګ له ګواښ سره تر ډيره مخ وي.

د ماین او خوشه یي بمونو باندې د څار ډلې په ریپوټ کې له دې سره چې له یو سل پنځوسو ډير یمني ملکیان په دې ډول پیښو کې وژل شوي، ددوی له دریو یوه برخه یې ماشومان دي او پّ تیر کال کې یې دسعودي عربستان د جنګي الوتکو په هوایي بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ویل شوي چې کیدای شي ددې پیښو له امله د قربانیانو شمیره تر ډيره لوړه وي.

دا ریپوټ د اړوندې دلې د شپږمې ناستې او د خوشه یي بمونو د کارونو د منع کمیسیون له ناستې مخکې، چې ټاکل شوې د سپتامبر میاشتې له پنځمې تر اوومې د سویس په جینو کې تر سره شي، خپور شوی دی. له دې کنوانسیون سره د اوو هیوادونو په یوځای کیدو سره، چې له دوه زره لسم کال راهیسې یې فعالیت پیل کړی، د غړیو شمیره یې یوسل نولسو هیوادونو ته ورسیده.

په دې ریپوټ کې په دوه زره څوارلسم کال کې د خوشه یي بمونو د قربانیانو شمیرې ته نغوته نده شوې خو ویل شوي چې په دې ډول پیښو کې ۴۱۷ اولس کسان چې ۱۰۵ یې دماشومانو په ملکي کسان دي، په یمن کې د سعودیانو له لوري د خوشه ایي بمونو د کارولو له امله وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *