د سوریې پوځ له خپلو وسله والو د حلب ښار نیولی دی

دا ښار تیره ورځ په داسې حال کې د سوریې دولتي ځواکونو لاس ته ورغلی چې امریکا او روسیه هڅه کوي ترڅو د سوریې په تړاو یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

خو وروستیو جگړو د سوریې جنجال لا پسې پیچلې کړیدی. په سوریې کې د ٦ کلونو راهیسی کورنی جنگ روان دی.

د امریکا ولسمشر براک اوباما د جي ٢٠ هیوادونو د غونډي نه مخکې د چین د هنگژاو په ښار کې خبریالانو ته وویل چې نن د دوشنبې په ورځ به د امریکا او د روسیې تر منځه په دی موضوع خبري دوام ولري خو هغه زیاته کړه چې مونږ لا کومي موافقې ته نه یو رسیدلي.

د سوریې ولسمشر بشار اسد غواړي چې د حلب په ټولې سیمې خپله قبضه ټینگه کړي. د یادوني وړ ده چې هلته د تیر کال راهیسي د بشار اسد د قواوو سره د روسیې د پوځ ملاتړ ملگری شویدی.

د بشار اسد د مخالفي ډلې سرتیرو د اگست په میاشت کې د اسلامي دولت د ډلې نه د حلب د ښار ځیني سیمي نیولي دي.

د سوریې د بشر د حقوقو د څارنې یوې ډلې چې مرکز یې په لندی کی دی، د دغې سیمو نیول تائید کړيدي.

د روسیې د ملاتړ نه وروسته د بشار اسد عسکر قوي شويدي او په زیاتره سیمو کې د سوریې حکومت بری ترلاسه کړیدی. چې پکې د هما ایالت هم شامل دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *