دآلمان په ټاکنو کې د کډوالو ضد شعارونه لیدل کیږي
د جرمني لپاره د بدیل ګوند مشران یا آی اف دی
نظرسنجونې ښیې چې د ای اف ډي کاندید /لایف ایریک هویم/ به په هغه سیمه کې په شل فیصده إضافي رایو انتخابات وګټي، پدې سیمه کې صدراعظمه انګیلا میرکل ډیر پارلماني استازي لري.
د مهاجرینو لپاره د سرحد پرانستو په اړه د صدراعظمې میرکل د تیرکال پریکړې پدې انتخاباتو ژور اغیز کړې. د میکلینبرګ تر دې انتخاباتو وروسته ټولو سیاستوال د ۲۰۱۷ کال د سیپتمبر میاشتې په وروستیو کې د عمومي ټاکنو لپاره ځان تیاروي.
دا مقدماتي ټاکنې د جرمني په ۵ ایالتونو کې کیږي چې د روانې میاشتې په اتلسمه به په برلین کې هم خلک رایه ورکړي.
نظرسنجونې ښيې چې سي ډي یو ګوند به تر ۲۲ سلنې رایه وګټي، خو ترڅنګ يي د ای اف ډي ګوند ۲۳ سلنه رایه مخکې دی. سوشل دیموکراتان یا اس ډي پي بیا په ټاکنو کې ۲۸ سلنه رایه خپله کړې ده.
صدراعظمه انګیلا میرکل چې فکر کیږي د څلورم ځل لپاره بیا ځان کاندیده کړي، رایه ورکوونکي یي مخاطب کړي چې د ای اف ډي د مهاجرت ضد پالیسو خلاف ودریږي.