د حاجیانو خوندیتابه لپاره د سعودي عربستان پر ځینو کړنو لاس پورې کړی

د حاجیانو خوندیتابه لپاره د سعودي عربستان پر ځینو کړنو لاس پورې کړی

دا په داسې حال کې ده چې تیره کال د حج په مراسمو کې د کرند د غورځیدو له کبله په سلګونه حاجیانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډيری یې ایرانیان وو

د برتیانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه خبر ورکوي چې سږ کال سعودي عربستان د حج د ترسره کېدو په سیمه کې لا ډېرې کمرې لګولي چې پر حالاتو څار ولري او د ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي.

ګارډین زیاتوي یوه اندېښنه دا ده چې نژدې دوه میلیونه حاجیانو ته امنیتي ګواښ هم پېښېدی شي او یوه بېلګه یې دوه میاشتې وړاندې مدینې ښار کې ځانمرګی برید دی چې څلور سرتېري یې ووژل.

ورځپاڼه زیاتوي سږکال لا ډېر امنیتي کارکوونکي، ډاګټران او مرستندویان چمتو دي چې د حج په مراسمو کې کار وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *